کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٢): پاکستان د ملا منصور داد الله په ګډون اوه طالب بنديان خوشې کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اقدام يې د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ لپاره ترسره کړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په خوشې شوو طالبانو کې ملا منصور دادالله، سيد ولي، عبدالمنان، کريم اقا، شېر افضل، ګل محمد او محمد زى شامل دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوى تر دې مخکې هم د يو شمېر مهمو کسانو په ګډون ٢٦ طالب بنديان خوشې کړي وو.
دغه شپږ طالب بنديان په داسې حال کې خوشې شوي، چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې پاکستان ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو سره د بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې وې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن