ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي

په بدخشان کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي

author avatar
7 Sep 2013 - 18:00
په بدخشان کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي
author avatar
7 Sep 2013 - 18:00

 فيض اباد (پژواک ١٦ وږى ٩٢): سيمه ييزو چارواکو د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د ١٣ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې، خو طالبان بيا مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

 د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګير کرامت وايي، چې دغه شمېر طالبان په هغو عملياتو کې، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په دغې ولسوالۍ کې روان دي، وژل شوي دي.

 هغه نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملا حافظ په نوم د طالبانو يو قوماندان هم د وژل شويو کسانو په ډله کې شامل دى.

 کرامت زياته کړه، په دغو عملياتو کې د ملي اردو، پوليسو، سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت ځواکونو ګډون درلود، چې دغه عمليات تر دې مهاله روان دي او دغه راز يې له هوايي ځواک څخه هم ګټه پورته کړې ده.

د امنيت امر په وينا، په وردوج ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره ځينې بهرني وګړي هم د دولت پر وړاندې جګړه کوي.

 څه موده وړاندې سيمه ييزو چارواکو ويلي وو، چې په دغه ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د وزيرستان او ازبکستان طالبان هم فعاليت لري.

 د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو يو بريدمن او سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

 په ورته وخت کې د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وويل، چې تر دې مهاله په دغو عملياتو کې د رخشان، غچان خوچ او زو سيمې له وسله والو طالبانو پاکې شوي، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو څلور سرتېري ټپيان شوي دي.

د وردوج ولسوال څه موده وړاندې ويلي و، چې وسله وال طالبان اوسمهال هم د دغې ولسوالۍ په يوولسو کليو کې فعاليت کوي او اړتيا ده، چې په پراخو عملياتو کې دغه سيمې له وسله والو څخه پاکې شي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په وردوج کې د ملي اردو دوه ټانکونه په دوو چاودنو کې ويجاړ شوي، چې په پايله کې يې ٨ سرتېري وژل شوي دي.

 هغه دغه راز ادعا کوي، چې اوه نورو سرتېرو ته يې د بدخشان د راغ ولسوالۍ په يوه بله پېښه کې مرګ ژوبله اړولې او په دغه پېښه کې درې طالبان هم ټپيان شوي دي.

 په شمال زون کې د ملي اردو کومانډو ځواکونو وياند پرون، په وردوج کې د طالبانو د يوه ډلمشر ملا مير په ګډون د څلورو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ور کړى و.

د ويلو ده، چې تېره اونۍ د ملي اردو لومړۍ ١٧ سوه نفري فرقه له وسله والو مخالفينو سره د جګړې په موخه بدخشان ته استول شوې او له تېرو دوو ورځو راهيسې يې په وردوج او دوه نورو ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.