ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت له طالبانو سره  په مشروط ډول خبرو ته چمتو دى”

“حکومت له طالبانو سره په مشروط ډول خبرو ته چمتو دى”

author avatar
8 Sep 2013 - 16:57
“حکومت له طالبانو سره  په مشروط ډول خبرو ته چمتو دى”
author avatar
8 Sep 2013 - 16:57

 کابل(پژواک١٧ وږى ٩٢): د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، افغانستان په مشروط ډول د قطر دفتر له لارې له طالبانو سره خبرو ته چمتو دى.

وروسته له هغه، چې په قطر کې د طالبانو دفتر وتړل شو، د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له طالبانو سره د خبرو د بيا پيلولو لپاره په سعودي عربستان او يا ترکيه کې د هغوى د دفتر بيا پرانېستل کېدو ته لېوال دى.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي په نننۍ خبري غونډه کې وويل، حکومت لا هم چمتو دى، چې په دوو بنسټيزو شرطونو دقطر دفتر له لارې له طالبانو سره اړيکه ونيسي او د سولې خبرې ورسره پيل کړي.

 هغه زياته کړه: لومړى شرط دا دى، چې د قطر دفتر يواځې او يواځې د دولت اوسولې شورا ترمنځ د سولې خبرو د مخته وړلو لپاره فعال او هېڅ کوم بل ډول فعاليت ترې تر سره نه شي .

د بهرنيوچارو وزارت وياند وويل:((دغه دفتر بايد د کوم سفارت ، استازولۍ، امارت او دولت نښان او نوم ونه لري ، دافغان دولت او امريکا تر منځ دپخوانۍ شوې هوکړې پر بنسټ وي، چې افغان دولت له ځان سره ليکنۍ سند ولري او موخه يې يواځې د طالبانو او سولې عالى شورا تر منځ د مخامخ اړيکې ټينګول او د خبرو پيل وي.))

موسى زى ټينګار وکړ: دويم شرط دادى، چې د طالبانو با صلاحيته استازي، ددغه دفتر له لارې د سولې عالى شورا سره دمخامخ اړيکو او دسولې خبرو دمخکې وړلو له پاره اړيکه ونيسي

 خو د بهرنيو چارو وزارت وياند په خپل پخواني دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل: دا چې دقطر دفتر پيل ښه نه و، نو د توقع وړ پايله هم ترې تر لاسه نه شوه، نو په همدې اساس دولت  ترجيح ورکوي، چې دسولې د خبرو لپاره يو دفتر په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان او يا ترکيه کې پرانېږي.

طالبانو تر اوسه په قطر او يا هم کوم بل اسلامي هېواد کې  له دولت سره د سولې خبرو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.