کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٢): د مشرانو جرګې ځينو غړو د اوړي له رخصتۍ وروسته په لومړۍ غونډه کې وويل، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره دې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې جوړې شي.
ملي شورا د دوبي يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه پيل کړې وه چې ولسي جرګې تر رخصتۍ وروسته پرون او مشرانو جرګې نن عمومي غونډې جوړې کړې.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه بحثونه وشول.
په غونډه کې د پنجشېر استازي مولوي محمد فيضي وويل، چې د ټاکنو پر وړاندې د امنيتي ستونزو د شتون تر څنګ په ډېرو سيمو کې خلک د نوم ليکنې مرکزونو ته لاسرسۍ نه لري.
هغه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د نوم ليکنې ګرځنده ډلې جوړې کړي، څو خلک د رايې ورکونې کارت ترلاسه کړى شي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ په ډېرو کليو کې امنيت شته خو د نوم ليکنې مرکزونه په کې نشته، خلک خو نه شي کولاى، چې د يو کارت اخيستلو لپاره ٤٠ يا ٥٠ کيلومتره لار ووهي او بيا کارت ترلاسه کړي.))
په ياده جرګه کې د تخار استازي مولوي عبدالوهاب عرفان هم وايي، چې د نوم ليکنې ګرځنده ډلې بايد جوړې شي.
هغه زياته کړه: ((که دغه ډلې جوړې نه شي خلک له خپل حق څخه محروم پاتې کېږي او په داسې حال کې چې خلک ډېر دې ته لېوال دي څو د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي.))
په ياده جرګه کې د کاپيسا استازى مولوي محى الدين منصف بيا وايي، چې د مرکزونو د شمېر د ډېروالي تر څنګ بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون په اوسنيو مرکزونو کې د کار کوونکو شمېر هم ډېر کړي.
هغه زياته کړه: ((کار کوونکي کم دي، خلک څو ساعته په لين کې ولاړ وي، بيا پنځه ځايه د ګوتو نښانونه اخلي او دغه پروسه ډېره اوږده ده دا پروسه هم بايد اسانه شي.))
د يادې جرګې ګڼ شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د ټاکنو او امنيتي ستونزو په اړه به د راتلونکې اونۍ د سې شنبې په ورځ امنيتي او د ټاکنو کمېسيون چارواکي د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وغوښتل شي تر څو په دې اړه ورسره بحث وشي او اړين معلومات وړاندې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کمېسيون د ګرځنده ډلو جوړولو لپاره دغه مهال پلان نه لري او خلک بايد په همدغو مرکزونو کې نوم ليکنه وکړي.
خو هغه وويل، چې د دغه کمېسيون د پلان له مخې به د ټاکنو نېټې په نږدې کېدو سره په هغو سيمو کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې ګرځنده ډلې پر دنده وګوماري، چې امنيتي حالات يې کړکېچن دي.
دى وايي، چې په دې ملي پروسه کې د ګډون په موخه خلک بايد زحمت وګالي او په هر ځاى کې چې وي د نوم ليکنې مرکزونو ته ځانونه ورسوي.
تېره ورځ د ولسي جرګې غړو هم د ټاکنو په برخه کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او پرېکړه يې وکړه، چې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ به د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي د دې جرګې عمومي غونډې ته په دې اړه د معلوماتو ورکولو په موخه وغوښتل شي.
امنيتي ارګانونو د ټاکنو د امنيت په اړه خپل پلان د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره شريک کړى او په کې راغلي چې له نږدې ٧٠٠٠ د رايو ورکولو له مرکزونو څخه د ٢٥٩ مرکزونو په سيمو کې امنيتي ستونزې ډېرې دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د ټاکنو د ښه امنيت د ټينګښت لپاره يې هڅې روانې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن