ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” هغه کسان چې د هېواد د تجزيې فکر لري له دې کار څخه به وړاندې مات شي”

” هغه کسان چې د هېواد د تجزيې فکر لري له دې کار څخه به وړاندې مات شي”

author avatar
9 Sep 2013 - 18:49
” هغه کسان چې د هېواد د تجزيې فکر لري له دې کار څخه به وړاندې مات شي”
author avatar
9 Sep 2013 - 18:49

کابل (پژواک ١٨ وږى ٩٢): عبدالرب رسول سياف طالبان د نورو نوکران بللي او زياتوي، چې هغوى افغانان نه دي او له نوکرۍ بايد ازاد شي، ترڅو له دوى سره خبرې وشي.

نوموړي په هغه ناسته کې، چې نن د لويې جرګې په خيمه کې د شهيدانو د اونۍ او احمد شاه مسعود د مړينې د دولسم تلين په موخه رابلل شوې وه وويل، چې دوى د سولې پلويان دي، خو هغه مهال له طالبانو سره  سوله کيدى شي، چې ځان د پرديو له نوکرۍ ازاد کړي.

د پخواني اسلامي اتحاد مشر وويل: ” تاسو په تاريخ کې اورېدلي، چې له مزدور سره دې سوله شوې وي، ايا نه پوهېږى، چې ولې دوى مخامخ خبرې نه کوي، ځکه چې سترګې نه لري او د خبرو کولو مخ نه لري.”

د ولسي جرګې دغه غړي وويل، چې که طالبان د هېواد د ستونزې حل غواړي،ځان دې له پرديو ازاد کړي او د خبرو مېز ته دې راشي.

سياف وويل، چې طالبان افغانان نه دي، ځکه افغانان ښځې له موټرو نه ښکته کوي او نه يې وهي.

هغه په دې ټينګار سره، چې ثابتوي چې طالبان افغانان نه دي، وويل: ” د خداى لپاره له موټر څخه د يوې نامحرمې ښځې راکوزول، اسلام دى؟ دا نرتوب دى، دا افغانيت دى، په کوم کتاب کې راغلي؟ د دې هيواد په کوم دستور کې راغلي، چې ښځه له موټره ښکته که او د دې لپاره يې بوزه، چې زه د خداى د لارې خادم يم، خداى دې دغه ډول خادمان وشرموي.”

سياف زياته کړه، چې دوى خدمتګاران نه دي، بلکې د دين ورانوونکي دي او اسلام يې بدنامه کړ.

نوموړي هغه کسان، چې د هېواد د تجزيې فکر لري هم خاين وبلل او ويې ويل: ” خپلو حريفانو ته هم يو پيغام لرم، هغوى ته چې همېشه په دې فکر کې دي، چې افغانستان تجزيه کېږي او له منځه ځي، دا په هغه باور باندې، چې پر خپل خداى يې لرو وايم، چې تاسو به له افغانستان څخه مخکې ماتې وخورى، افغانستان به سالمه پاتې وي او تاسو به ټوټې ټوټې شوي يى.”

هغه،پوليس او د ملي اردو ځواکونه د هېواد رېښتوني او اصلي بچيان وبلل او ويې ويل: ” هغه خبيث، چې ستا د جنازې لمونځ نه کوي، هغه د دين دښمن دى، د خاورې دښمن دى، د ناموس دښمن دى او هغه نوکر دى، چې معاش يې له بهره راځي.”

سياف پر طالبانو د غلا او لارو لوټلو تور هم پورې کړ او دولتي ادارو ته يې هم وويل، چې دلته هم ډېر خطرناکه کارونه روان دي، لکه سود، د حساب قسمت، ربوي تعاملات او نور هم د خداى له دين سره جګړه ده.

نوموړي پر ملي وحدت ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې ملي يووالى د هېواد د ستونزو يواځينى حل او له دغو ستونزو څخه د وتلو لار ده.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي په دې غونډه کې وويل، چې د هېواد دښمنان د پياوړو کسانو لکه احمدشاه مسعود، استاد رباني، جنرال داوود، مصطفى کاظمي… په وژنې سره غواړي، چې افغانستان ته زيان ورسوي.

نوموړي دغه راز د هېواد ولسمشرۍ ټاکنو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې هېوادوال بايد په راتلونکو ټاکنو کې داسې يو چا ته رايه ورکړي، چې په رښتيا سره د مشرتابه اهليت ولري.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادى مسلميار په ياده ناسته کې، مسعود يو رښتونى، وطن دوسته او د ملي يووالي پلوى وباله او د هغه له پلويانو يې وغوښتل، چې د هغه لاره په مخ کې ونيسي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې يوه رېښتوني او وطن پاله کس ته، چې د هېواد د مشرتابه اهليت ولري، رايه ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.