فيض اباد (پژواک، ١٩ وږى ٩٢): د بدخشان د زېباک چارواکي وايي، چې تېره شپه د غر ښويېدنې له امله ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د زېباک ولسوال ميراحمدشاه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د يادې ولسوالۍ په يستکي کول سيمه کې له باران وروسته غر ښويېدلى دى.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د څلورو کسانو جسدونه تراوسه راوېستل شوي او د شلو په شاوخوا کې لا ورک دي، چې د ژغورنې د ډلې له لوري يې د راوېستلو هڅې روانې دي.
د هغه په وينا، د بارانونو او غر ښويېدنې له امله د سيمې ٣٤ کورونه، سل جريبه ځمکه او ١٧کيلومټره سړک ويجاړ شوى او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن