ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوم ليکنې پروسې وخت يوه نيمه مياشت غځېږي

د نوم ليکنې پروسې وخت يوه نيمه مياشت غځېږي

author avatar
11 Sep 2013 - 15:32
د نوم ليکنې پروسې وخت يوه نيمه مياشت غځېږي
author avatar
11 Sep 2013 - 15:32

کابل(پژواک ٢٠ وږى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پروسه به يوه نيمه مياشت وغځول شي.

د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د بهير لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د غبرګولي په پنځمه او ورسره دويم پړاو د ولسواليو په کچه د زمري په پنځمه پيل شوي او ټاکل شوې وه چې د تلې په پنځمه بشپړه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر محمديوسف نورستاني د دغه کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي او د دارلانشاء مشر ضياالحق امرخېل د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته غوښتل شوي وو، تر څو د ټاکنو پروسې په اړه جرګې ته معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې غړو يادو چارواکو ته ويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د نوم ليکني مرکزونه ډېر کړي او يا هم ګرځنده ډلې وګوماري، تر څو ټول خلک وکولاى شي نوم ليکنه وکړي.

د هغوى په وينا، دا مهال د نوم ليکنې په ځينو مرکزونو کې د ګڼې ګونې له امله خلک په ورځو ورځو نه شي کولاى نومونه وليکي او د رايې کارتونه ترلاسه کړي.

دوى دا هم ويل، چې دا مهال يواځې د ولسواليو په مرکزونو کې د نوم ليکني مرکزونه شته، چې د لارې د لرې واټن له امله ځيني خلک نه شي کولاى دغو مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر محمديوسف نورستاني جرګې ته وويل، چې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ او د دې لپاره چې ټول خلک د رايو کارتونه ترلاسه کړى شي، د ټاکنو کمېسيون پرېکړه وکړه، چې د نوم ليکنې پروسه يوه نيمه مياشت (لړم تر شلمې) وغځوي.

د هغه په وينا، کمېسيون دا پرېکړه هم کړې، چې په لويو کليو کې د نوم ليکنې مرکزونه هم جوړ کړي، تر څو ډېر هېوادوال وکولاى شي د رايو کارتونه ترلاسه کړي.

خو ده ونه ويل، چې په څومره او کومو کليو کې به څه وخت د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شي.

هغه زياته کړه: “موږ نه غواړو د کارت له امله څوک له دې ملي پروسې بې برخې شي، ټولې ښځې او نارينه بايد له اساسي قانون سره سم له خپل دغه حق څخه، چې رايه ورکونه ده برخمن شي.”

نورستانى وايي، چې د خلکو پراخه ونډه، د هېوادوالو او نړيوالو پر وړاندې د ټاکنو پروسې ته مشروعيت وربښي او دغه پروسه رڼه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د نوم ليکنې له پروسې تر اوسه ١،٤ميليونه کسانو کارتونه ترلاسه کړي، چې ٢٨ سلنه يې ښځې او ٧ زره يې کوچيان دي.

نورستانى وايي، د هلمند په باغران او دېشو، د غزني په ناوه، د زابل په کاکړ او د نورستان په کامدېش ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله نوم ليکنه نه ده شوې.

هغه دا هم وويل، چې د امنيتي ستونزو له امله د پکتيکا نکه او د کاپيسا اله ساى ولسواليو ته تر اوسه د نوم ليکنې اړين توکي نه دي رسېدلي، خو په نږدې راتلونکي کې به ور ورسول شي.

خو نورستانى زياتوي، چې د اساسي او ټاکنو له قوانينو سره سم به ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

هغه زياته کړه: ((ځيني خلک وايي، چې ټاکنې ځنډول کېږي، په هيڅ صورت ټاکنې نه ځنډول کېږي، ټاکنې به له قانون سره سم پر خپل وخت ترسره شي.))

ټاکل شوې، چې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

د ټاکنو قانون له مخې، د سختو امنيتي او طبيعي افاتو په حالتونو کې، د ټاکنو کمېسيون پر وړانديز او د ملي شورا او هغې کمېټې په تاييد، چې ولسمشر پر اساسي قانون د څار کمېسيون رييس، د سترې محکمې رييس او د ملي شورا د د دواړو مجلسونو رييسان يې غړي دي، د ټاکنو نېټه ځنډېدلى شي.

نورستانى وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلۍ د مخنيوي لپاره د ټاکنو کمېسيون خپلو تېرو تجربو ته په کتو يو پلان ترتيب کړى دى.

هغه دا هم وويل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو کانديدانو ته د معلوماتو کڅوړې وېشل شوي دي.

ده وويل، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د کانديدانو نوم ليکنه د وږې په ٢٥پيلېږي او د تلې په ١٦مه پاى ته رسېږي او د کمېسيون تر څېړنو وروسته د لړم په ٢٥مه د کانديدانو وروستى نوملړ اعلانېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.