ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غوراوي کمېټې ١٥ تنه ولسمشر ته معرفي کړل

author avatar
11 Sep 2013 - 17:33
author avatar
11 Sep 2013 - 17:33

کابل (پژواک ٢٠وږى ٩٢): د غوراوي کمېټې ١٥تنه ولسمشر ته ور وپېژندل، تر څو له دې ډلې ٥ تنه  د ټاکنيزو  شکايتونو کمېسيون د کمېشنرانو په توګه غوره کړي.

د غوراوي کمېټه د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون د اتمې مادې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مشرانو، قاضي القضات، پر اساسي قانون د څار کمېسيون مشر، د بشري حقونو کمېسيون مشر او د مدني ټولنې له استازي جوړه ده .

يادې کمېټې د دغه قانون د اومې مادې له مخې ، د ټاکنيزو  شکايتونو کمېسيون د کمېشنرانو د غوراوي لپاره شاوخوا لس ورځې وړاندې کار پيل کړ.

د غوراوي د کمېټې غړي او د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ٣٠٢ تنو د ټاکنيزو  شکايتونو کمېسيون ته د کمېشنر په توګه د معرفي کېدو په موخه فورمې ډکې کړې وې.

د هغه په وينا، له ياد شمېر ٢٦٣ تنو يې له شرايطو سره سم خپل اسناد د غوراوي کمېټې ته وسپارل او کمېټې له دې ډلې  ١٥ تنه غوره  او نن يې ولسمشر ته ور وپېژندل.

د ده په وينا، له دې ١٥ کسانو څخه ١٢  نارينه او ٣ ښځې دي.

دغه راز دى وايي چې قومي ترکيب هم د يادو کسانو په انتخاب کې په پام کې نيول شوى او  له دې ډلې ٥ تنه پښتانه، ٤ تاجک ، ٢   ازبک، ٣   هزاره او يو ترکمن دى .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ډاکتر نجيب الله ، شجاع الدين شجاع ، شفيقه معابر، عبدالستارسعادت ، عبدالجبار حميدي ، سيد عزيزالله الفتي ، ريدا عظيمي ، محمد جواد صالحي ،عبدالغيور غيور، امان الله تجلى، نادرمحسني ، عزيزالله اريافر ، کاظميه محقق ، سيدفاروق عمر او پيغمبرقل دوغن شامل دي .

هغه وويل، چې ولسشمر ته معرفي شوي کسان    يواځې د افغانستان تابعيت لري، زده کړې يې ليسانس او يا هم له هغه لوړې دي، په بشري ضد جرمونو کې لاس نه لري، عمرونه يې له دېرشو کلونو لوړ دي او په سياسي ګوندونو پورې تړلي نه دي.

 مسلميار زياته کړه: (( د دغو کسانو په ټاکلو کې هيڅ ډول فشار د غوراوي په کمېټې نه و او غوراوي کميټه د چا تر تاثير لاندې هم نه ځي .))

په ياده غونډه کې د غوراوي کمېټې غړي او د مدني ټولنې استازي محمد نعيم ايوب زاده د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې د ټاکنيزو  شکايتونو کمېسيون د غړيو په غوراوي کې د غوراوي کمېټې کار روڼ و او کنه وويل: (( موږ د يو ټيم په توګه کار وکړ د دې کسانو اسناد مو دقيق چک کړل ،او هغه شايعات ، چې بيرون خپريږي کاملا غلط دي او  دغه پروسه کاملا شفافه ده .))

يادې کمېټې څه موده مخکې ، هغه مهال چې د مدني ټولنې استازى په کې نه و، ولسمشر ته ٢٧ تنه ورمعرفي کړل تر څو له هغوى څخه ٩ تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د غړيو په توګه وټاکي.

خو هغه مهال د مدني ټولنو ځينې بنسټونو نيوکه کوله چې دغه پروسه رڼه نه وه او ټاکل شوي کسان له مخکې غوره شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.