ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاروق اعظم: د ټاکنو پر ځاى دې لنډمهالى حکومت جوړ شي

فاروق اعظم: د ټاکنو پر ځاى دې لنډمهالى حکومت جوړ شي

author avatar
12 Sep 2013 - 16:25
فاروق اعظم: د ټاکنو پر ځاى دې لنډمهالى حکومت جوړ شي
author avatar
12 Sep 2013 - 16:25

کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٢): د افغانستان د “سوله ييز بدلون ټولنې” مشر وايي چې امنيتي حالت ته په کتو راتلونکې ټاکنې رڼې او سراسري نه شي ترسره کېداى او پر ځاى يې بايد د چارو واګې لنډمهالي حکومت ته وسپارل شي.

د دې ټولنې مشر ډاکټر فاروق اعظم وايي، چې د راتلونکي کال ولسمشريزې ټاکنې به په هېواد کې د تېرو ټاکنو په پرتله له ډېرو درغليو سره مل وي.

اعظم نن په کابل کې د دې ټولنې يو شمېر غړو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان خلک ټاکنې غواړي، خو د دغه حکومت په شتون کې رڼې ټاکنې نه شي کېداى.

ده زياته کړه: “موږ وايو چې د موجوده حکومت تر سيوري لاندې شفاف، عادلانه او سرتاسري انتخابات نه شي کېداى، دا ځکه چې دې حکومت په تېرو دورو کې وښوده چې د دې قابليت يې نه درلود، چې شفاف انتخابات وکړي، او اوس تر پخوا حالات خراب شوي، نو په اينده کال کې په قطعي صورت سړى حکم کولى شي چې انتخابات به شفاف او عادلانه نه وي.”

ده حکومت ته خبردارى ورکړ چې که دغه ټاکنې ترسره کړي، نو د هېواد وضعيت به نور هم کړکېچن شي.

اعظم زياته کړه: “د مافيا په لاس کې انتخابات، په اوسنيو شرايطو کې د جنګ د دوام وسيله ده او د مافيا د خپل قدرت د ساتلو لپاره يوه توطيه ده، په دې ترتيب تر دې انتخاباتو نه انتخابات بهتره دي.”

دى وايي، چې په ډېرو سيمو کې د امنيت د خرابوالي له امله ټاکنې امکان نه لري او په کومو سيمو کې چې امنيت يو څه ښه دى، په ټاکنو کې د زورواکانو د لاسوهنې وېره ده.

د افغانستان د سوله ييز بدلون د ټولنې مشر له ولسمشر کرزي وغوښتل چې د اساسي قانون له مخې لويه جرګه را وغواړي او د چارو واګي لنډمهال حکومت ته وسپاري.

دى وايي: “انتخابات که شفاف نه شي کېداى، د دې معنا دا نه ده چې موجوده اداره ادامه ورکړي، بلکې موږ يې بديل غواړو، موږ وايو چې يوه سرپرسته، موقته او بې طرفه اداره دې افغانستان ته راشي او اول دې دا جنګ ختم کړي.”

اعظم وويل، چې کله واک موقتې ادارې ته وسپارل شي، نو طالبانو او حزب اسلامي ته به د دې مجوز نه وي چې د سولې خبرې رد کړي او يا خپلې جګړې ته دوام ورکړي، ځکه چې موقت حکومت به د افغانانو له خوا د سولې راوستو پر بنياد رامنځته شوى وي.

اعظم وويل، دې ټولنې د موقتې ادارې لپاره يوه طرحه هم جوړه کړې ده چې د ملاتړ لپاره به يې يې له خلکو او نړيوالې ټولنې سره شريکه او حکومت ته به يې وړاندې کړي.

دى وايي، په دې طرحه کې راغلي، چې موقته اداره به له بې پرې او له سابقه لرونکو ښو کسانو جوړه وي، رڼو ټاکنو ته به لاره هواروي، له مخالفينو سره به د اوربند زمينه برابروي او په مالي او دولتي چارو کې به د فساد مخه نيسي.

دا په داسې حال کې چې د “ځوانانو ملي اېتلاف” نن کابل کې د يوې غونده پر مهال پر خپل وخت د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي هم په وار، وار پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار کړى او لومړي مرستيال يې محمدقسيم فهيم ويلي، چې د سياسي قدرت د لېږد لپاره له ټاکنو پرته بل انتخاب “د افغانستان د خلکو لپاره زهر دى.”

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمديوسف نورستاني هم تېره ورځ په ولسي جرګه کې وويل، چې ټاکنې به هرو مرو پر خپل وخت ترسره کېږي او دوى ورته تيارى نيولى دى.

ټاکل شوې چې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه په هېواد کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې وشي.

Visits: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.