کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٢): د افغانستان ولسمشر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهاى د همکاريو سازمان د مشرانو په ديارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د يو دوه ورځني سفر لپاره د قرغيزستان پلازمېنې بشکيک ته روان شو.
له ولسمشرۍ ماڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزى به د دغه سفر په لړ کې د شانګهاى سازمان د مشرانو په ديارلسمه غونډه کې د ګډون او وينا کولو تر څنګ د قرغيزستان، چين، روسيې، ايران او په دې غونډه کې د يو شمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.
سرچينه ليکي، چې ولسمشر کرزى به د سيمه ييزو مسايلو، تروريزم او افراطيت او ګډو امنيتي ګواښونو پر خلاف د ګډې مبارزې او د يو شمېر نورو موضوع ګانو په باب له يادو کسانو سره خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه سفر کې د افغانستان له ولسمشر سره د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي او د ولسمشر وياند ايمل فيضي ملتيا کوي.
د شانګهاى د همکاريو سازمان جوړېدل په ١٩٩٦ زېږديز کال کې پلان شول او دغه سازمان په ٢٠١١ زېږديز کال په رسمي ډول رامنځته شو.
روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغيزستان د دغه سازمان بشپړ غړيتوب لري، هندوستان، ايران ، پاکستان ، منګوليا او افغانستان د کتونکو په توګه په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.
د شانګهاى ١٢مه غونډه په چين کې ترسره شوې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن