ترينکوټ (پژواک ٢٢ وږى ٩٢): په اروزګان ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې ٢٠ تنه وژل شوي او د درېيو ماشومانو په ګډون ١٥ نور ټپيان دي.
د اروزګان د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان دوهم څارن ولي داد، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د چارچينو پر اوشي، يخدان او ساخر سيمو د پوليسو پر پوستو بريد وکړ.
ده زياته کړه، نښته تېره شپه ناوخته پاى ته ورسېده، چې ١٦ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي. دغه راز درې پوليس هم وژل شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د خپلو ملګرو مرګ ژوبله نه مني او زياتوي، چې د پوليسو پر پوستو يې بريد کړى او د معصوم په نوم د پوليسو يو قوماندان سره له دوو تنو ملګرو يې وژلى دى.
هغه وايي، د بريد پرمهال بمبار هم شوى ، چې مُلکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارچينو ولسوال اسماعيل جان د هوايي بريد پخلى کوي، خو وايي چې عام خلک نه، بلکې وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.
د اروزګان د والي وياند عبدالله همت، پژواک ته وويل ، چې د تېرې ورځې د نښتې په وژل شويو کسانو کې د چارچينو لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال، د پوځي کمېسيون مرستيال مولوي اسلام او د “دوان” سيمې مسوول ملا شاه ولي هم شامل دي.
نوموړى دغه راز زياتوي، چې نن د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د ماين چاودنې له امله يو عام وګړى وژل شوى او درې ماشومان ټپيان دي.
ده زياته کړه، دغه چاونه نن سهار د لس نيمو بجو په شاوخوا کې د مرکز اړوند په توري سيمه د يوه کور مخې ته د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوه.
د هغه په خبره، وژل شوى کس روزي خان نومېده،٣٥ کاله عمر يې درلود او د ماشومانو عمرونه د ٨- ١٢ کلونو پورې وو، چې ټول د يوې کورنۍ اړوند وو.
د ترينکوټ د مرکزي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر عزت الله وويل، چې د پېښې له ځايه دوى ته يو مړى او درې ماشومان وروړل شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې ماشومان تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
ددې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخستي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن