ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرروضې کې ځانمرګي بريد ٢١ تنه ټپيان کړل

په سرروضې کې ځانمرګي بريد ٢١ تنه ټپيان کړل

author avatar
13 Sep 2013 - 10:19
په سرروضې کې ځانمرګي بريد ٢١ تنه ټپيان کړل
author avatar
13 Sep 2013 - 10:19

درېيم تعقيب – ښرنه (پژواک، ٢٢ وږى ٩٢): د پکتيکا چارواکي وايي، چې د دې ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد د امنيتي ځواکونو په ګډون ٢١ تنه ټپيان کړي او په يوه بله پېښه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار په څه باندې شپږو بجو سرروضې ولسوالۍ ته څېرمه يوه ځانمرګي بريدکوونکي خپل موټر ته چاودنه ورکړې ده.

ده زياته کړه، ځانمرګي چې لارۍ موټر يې له چاودېدونکو توکو ډک و، غوښتل د پکتيکا مرکز ښرنې ته ځان ورسوي، خو د پوليسو له لوري له درول کېدو وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې ٢١ تنه ټپيان شوي، چې لس ملي پوليس، دوه تنه د ترانسپورټ کارکوونکي، يو تن د ملي امنيت کارکوونکی، درې تنه د ملي اردو سرتېری، دوه سيمه ييز پوليس او درې ملکي وکړي شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دې چاودنې د سيمې شاوخوا ودانيو ته مالي زيان هم اړولى دى.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې دا بريد د دوى د يوه ملګري محمد له لوري شوى او په کې يې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسول دولت خان ځدراڼ، وايي چې د دې ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين وژلي دي.

ده زياته کړه، تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ په مرجان خېلو سيمه کې، ملي پوليسو طالبانو ته کمين نيولی وو، چې په ترڅ کې يې پر موټرسايکل سپاره دوه وسله وال وژلي دي.

د مرجان خېلو سيمې يو اوسېدونکى محمدکريم هم وايي، چې د وژل شويو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې وو او وروسته دوی خپلو کورنيو ته سپارلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.