ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې د لويو لارو پوليس له موټرو پيسې اخلي

بادغيس کې د لويو لارو پوليس له موټرو پيسې اخلي

author avatar
15 Sep 2013 - 16:20
بادغيس کې د لويو لارو پوليس له موټرو پيسې اخلي
author avatar
15 Sep 2013 - 16:20

هرات (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د بادغيس د بالامرغاب يو شمېر خلک شکايت کوي، چې  په لارو کې د پوليسو امنيتي پوستې له موټر چلوونکو او مسافرو پيسې اخلي.

دوى وايي، چې د دې سيمې پوليس له هر بار وړونکي موټر شاوخوا ٢٥٠٠ افغانۍ او له مسافر وړونکي بيا د هر مسافر پر سر ٢٠ افغانۍ غواړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالبصير پژواک ته وويل، د منګان او مورچاق په سيمه کې پرتې امنيتي پوستې تر ټولو ډېرې پيسې اخلي.

نوموړى زياتوي: ((د مورچاق پوسته د يوې غونډۍ پر سر پرته ده، پخوا به پوليس په لار کې درېدل او پيسې به يې اخيستې خو اوس وېريږي او په لاره کې يې صندوق اېښى، موټر چلوونکي او مسافر په هغه صندوق کې پيسې اچوي.))

هغه وايي، د منګان او مورچاق پوستو تر څنګ د قل شورې او جلوګيرک پوستو هم پيسې اخيستې خو اوس يې نه اخلي.

عبدالبصير زياته کړه، که څوک د پيسو له ورکړې انکار وکړي نو پوليس بيا دوه برابره زياتې پيسې ترې غواړي او ان وهي او ګواښي يې هم.

 د محمد ابراهيم په نوم يوه موټر چلوونکي، په لويو لارو کې د غلا له وېرې موټر پلورلى دى.

دى وايي، څو ځلې د سپرليو په مخ کې د پوليسو له لوري و وهل شو، ده د پيسو د ورکړې توان نه لاره ناچاره شو چې موټر وپلوري.

هغه زياتوي، په دې اړه چا ته شکايت وکړي، دولت د خلکو له ستونزې خبر دى خو مخه يې نه نيسي ځکه هغوى هم په دې سوداګري کې ورسره شريک دي.

د ده په وينا، د سيمې خلکو ته پوليسو ويلي، چې شکايت ونه کړي که چا شکايت وکړ او دوى پرې خبر شول مسووليت به يې په خپله غاړه وي.

 د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي وايي، په رسمي توګه د چا له لوري ورته شکايت نه دى رسېدلى.

هغه زياته کړه، په دې اړه به سيمې ته پلاوى ولېږي تر څو د دې ستونزې په اړه څېړنه وکړي او د خلکو ځوروونکي پوليس به د قانون منګولو ته وسپاري.

د والي وياند زياتوي، پوليس خپل معاش او مصارف لري، د دوى دنده د خلکو خدمت او ساتنه ده په هيڅ ډول به اجازه ور نه کړي، چې خلک وځوروي.

بالامرغاب د بادغيس په نا امنه سيمو کې راځي او له مرکزه شمال لور ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې پرته ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.