ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال ملي لوبډلې دوه غړي له پوليسو سره يو ځاى شول

د فوټبال ملي لوبډلې دوه غړي له پوليسو سره يو ځاى شول

author avatar
15 Sep 2013 - 16:46
د فوټبال ملي لوبډلې دوه غړي له پوليسو سره يو ځاى شول
author avatar
15 Sep 2013 - 16:46

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د فوټبال ملي لوبډلې دوه غړي چې د سوېلي اسيا په سياليو کې لوبدلي، د ملي پوليسو له ليکو سره يو ځاى شول.

دغه دوه غړي حشمت الله بارکزى او رفېع بارکزى نومېږي او خپل پيوستون يې له پوليسو سره نن د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړ. ياده غونډه په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له خوا د ملي لوبډلې د اتلولۍ د ستايلو په موخه نن په کابل کې جوړه شوې وه.

افغانستان تېره اونۍ هند ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو  اتل شو.

حشمت الله بارکزي  په نيپال کې د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو په دويمه دوره کې د افغانستان په ګټه درېيم ګول وواهه او افغانستان درى پر صفر سره بوتان له خپلې مخې لرې کړ، رفيع بارکزى هم د دغو سياليو ځلېدلى لوبغاړى و.

دغه دوو فوټبالرانو په خپلو لنډو خبرو کې وويل، د مينې او علاقې له مخې غواړي، چې د پوليسو پله ليکو دنده ترسره کړي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير محمدعمر داوودزي يادې غونډې ته د خبرو پر مهال په سوېلي اسيا کې د فوټبال ملي لوبډلې اتلولي وستايله او ويې ويل، چې دغه دواړه لوبغاړي کولى شي سر له سبا د پوليسو په چوکاټ کې فعاليت پيل کړي.

د فوټبال د ملي لوبډلې غړو هم خپلې ستونزې له کورنيو چارو وزارت سره مطرح کړې او ترانسپورت يې خپله عمده ستونزه وګڼله، چې وروسته بيا د کورنيو چارو وزارت دوه صرف موټر د دې ستونزې د حل په موخه په تحفه کې ورکړل.

د ملي لوبډلې بريا په هېواد دننه او بهر کې ستايل شوې، ګڼ شمېر کابل ښاريان او د نورو ولايتونو اوسېدونکو شپه ورځ د افغان لوبډلې بريا  په شور او ولولو ونمانځله.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.