ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عملياتو کې ٣٦ وسله وال او څلور دولتي سرتېري وژل شوي

عملياتو کې ٣٦ وسله وال او څلور دولتي سرتېري وژل شوي

author avatar
15 Sep 2013 - 11:52
عملياتو کې ٣٦ وسله وال او څلور دولتي سرتېري وژل شوي
author avatar
15 Sep 2013 - 11:52

کابل-اسعداباد (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): په يو شمېر ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال ٣٦ وسله وال طالبان او څلور دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د پنځو امنيتي سرتېرو تر څنګ ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې دا پېښې تېره شپه په ميدان ښار، جغتو، سيداباد، دايميرداد او چک ولسواليو کې د عملياتو پر مهال رامنځته شوې دي.

خوګياڼى وايي، چې په دغو عملياتو او نښتو کې د دوو پاکستانيانو په ګډون ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل، چې په يادو پېښو کې يو پوليس هم وژل شوى او اردو د يوه سرتېري په ګډون څلور پوليس ټپيان شوي دى.

د هغه په وينا، چې د عملياتو پر مهال له وسله والو وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.

بلخوا د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په چپه دره کې د عملياتو پر مهال د څلورو قوماندانانو  په ګډون ٢٢ وسله وال وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن شېرين اقا پژواک ته وويل، چې په وژل شوو کې د شين ګل، قدير، سرحدي او پيري په نومونو څلور قوماندانان هم شامل دي.

دى وايي ، چې دغه وسله وال  د چپې درې اړوند د ماڼوګي ولسوالۍ د وډيګرام په سيمه کې د اېتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل وايي، چې تر اوسه د چپې درې په روانو عملياتو کې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د ليچه لام، قندارو، خلقلام، کليمو او ځينې نورې سيمې له طالبانو پاکې شوې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني، خو د درېيو پوليسو د وژلو ادعا کوي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت اعلان کړى، چې د پکتيا ولايت د سيدکرم په ولسوالۍ، د هرات په شينډنډ او د فارياب په قيصار ولسواليو کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.