ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو امنيت ته ګډ عملياتي پلان جوړ شوى

د ټاکنو امنيت ته ګډ عملياتي پلان جوړ شوى

author avatar
17 Sep 2013 - 15:46
د ټاکنو امنيت ته ګډ عملياتي پلان جوړ شوى
author avatar
17 Sep 2013 - 15:46

کابل (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، د راتلونکو ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره يې ګډ عملياتي پلان جوړ کړى، چې له مخې به يې د ټاکنو امنيت خوندي شي.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي او د کورنيو چارو سرپرست وزير محمدعمر داوودزى نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوى و، تر څو په هېواد کې د نا امنيو او راتلونکو ټاکنو د امنيتي مسايلو په اړه معلومات ورکړي.

محمدي وويل، چې د هېواد په ځينو سيمو کې د ټاکنو مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي، خو د دغو ستونزې د مخنيوي په موخه امنيتي ارګانونو ګډ پلان جوړ کړى، چې په پلي کېدو سره به يې امنيتي ګواښونه ډېر کم شي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان دښمنان هڅه کوي، چې ټاکنې ونه شي، خو دا ارمان به ګور ته يوسي.))

دى وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه هڅي کوي، چې په هېواد کې امنيت تامين کړي تر څو ټولو ته د منلو وړ ټاکنې ترسره شي او له مخې يې په راتلونکې کې افغانستان يو ښه نظام ولري.

دغه راز د کورنيو چارو وزير محمدعمر داودزي، په ښه توګه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د امنيت ټينګښت اړين وباله او ويې ويل، چې په همدې موخه ګډ امنيتي پلان جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د ياد پلان په پلي کولو کې بهرني ځواکونه هم له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

داودزى وايي: ((زه اوس دا قضاوت نه شم کولاى، چې د امنيتي ستونزو له امله به ټاکنې وشي يا نه، خو د امنيت د ټينګښت لپاره عملياتي پلانونه لرو او انشاالله، چې موفقې ټاکنې به ولرو.))

د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت پوره هڅې کوي، چې په هېواد کې د ټاکنو لپاره امنيت ټينګ کړي، تر څو ټولو ته د منلو وړ ټاکنې ترسره شي.

دى وايي: ((د ټاکنو پر مهال به انشاالله ښه امنيت ځکه وي، چې له يوې خوا ورته پلان لرو او له بلې خوا ژمى را روان دى او په ژمي کې د وسله والو مخالفينو بريدونه کمېږي.))

هغه وويل، چې د ټاکنو په پروسه کې بايد د کورنيو چارو وزير او پوليس بې پرې وي او زياته يې کړه: ((که د پوليسو مشران او پوليس په ټاکنو کې بې پري نه وي، د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.))

هغه دا هم وويل، چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې له ٤٠٧ مرکزونو څخه ٤٠٢ مرکزونو ته د ټاکنو اړين توکي استول شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د غزني ناوه، د هلمند دېشو او بغران، د کاپيسا اله ساى او د زابل خاک افغان هغه ولسوالۍ دي، چې د امنيتي ګواښ له امله د نوم ليکنې اړين توکي نه دي استول شوي، خو اله ساى ولسوالۍ ته به ډېر ژر واستول شي.

داودزى وايي، چې د هېواد په کچه د رايې ورکونې له شاوخوا ٧ زرو پلان شوو مرکزونو څخه ٢٥٩ مرکزونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي دا هم وويل، چې د سيمې د ځينو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې “د خپلو مزدورو کړيو په وسيله، چې طالبان دي ” په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت مخه ونيسي.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدې د ملي اردو وړتياوې يادې کړې او ويې ويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې ٥١٨ عمليات ترسره کړي او په شاوخوا زرو ګډو عملياتو کې يې برخه اخيستي ده.

هغه زياته کړه: ((که دغه عمليات موږ نه واى ترسره کړي نو اوس به په هېواد کې ډېره ناامني وه او دښمنانو پلان درلود، چې سږ کال د هېواد لوى ولايتونه ونيسي، خو برعکس موږ ترې ډېرې سيمې ونيولې.))

محمدي وايي، چې د دغه وزارت د ارزونو له مخې، روان کال د افغانستان لپاره خونړۍ کال دى او راتلونکې دوه مياشتې به هم امنيتي ستونزې ډېرې وي.

 محمدي وايي، چې په ځينو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ له امله ځينې سيمې نا امنه شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو د لويو لارو د امنيت د ټينګښت لپاره لسګونه عمليات ترسره کړي، چې له مخې يې د ډېرو لويو لارو امنيت ښه شوى دى.

هغه دا هم وويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې هيڅ امنيتي ستونزه ځکه نه وي، چې ورځ تر بلې د افغان امنيتي ځواکونو وړتياوې لوړېږي.

دى وايي، چې له افغانستان څخه شاوخوا ٧٠زره بهرني ځواکونه وتلي او ملي دفاع وزارت له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو هرکلى کوي.

د ملي دفاع وزير د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د افغان هوايي ځواکونو د پياوړتيا په موخه تېره اونۍ د ملي دفاع وزارت درې جنګې چورلکې ترلاسه کړې او په راتلونکو دوو اونيو کې به ١٢نورې چورلکې هم ترلاسه کړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه بايد په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره وروستۍ هڅې وکړي تر څو په هېواد کې سوله راشي.

هغه وويل، چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت د ټينګښټ لپاره بايد افغان ځواکونه خپل پلانونه همغږي کړي تر څو عادلانه، رڼې او ټولو ته د منلو وړ ټاکنې ترسره شي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره کېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.