کابل (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): د بشر حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کميشنرې، افغانستان ته په خپل سفر کې ويلي، چې په هېواد کې د بشري حقونو وضعيت نور هم خراب شوى دى.
ناوي پيلاوي، د سه شنبې په ورځ کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يې د بشري حقونو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او د تېرو دوولسو کلونو د لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو ګواښ يې وکړ.
هغې وويل، چې لاس ته راغلي معلومات ښيي، چې په هېواد کې د تاوتريخوالي پېښې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول ډېر شوي دي.
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کميشنرې زياته کړه، افغان مدني فعالانو ويلي، چې که اوسني شرايط دوام ومومي ، نو دوى په دې اړه اندېښمن دي، چې په افغانستان کې به له يوې لسيزې څخه د زياتو کلونو لاسته راوړنې بېرته له منځه ولاړې شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د دنده لرونکو ښځو پر وړاندې د وژنې او ګواښونو ډېروالى د اندېښنې وړ بللى او د افغانستان له دولت څخه يې غوښتي، چې د دغو قضيو په اړه عدالت تر سره کړي.
د ملګرو ملتونو يادې لوړ پوړې چارواکې د بشري حقونو کميشنرانو په ټاکنې کې پر غور نه کولو هم اندېښنه وښوده.
ولسمشر کرزي، دوه مياشتې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ٩ نوي غړي وټاکل، چې د هغوى له ډلې يې پنځه تنه نوې څېرې وې.
ځينو مدني بنسټونو هم د ولسمشر کرزي له لوري پر ټاکل شويو کميشنرانو نيوکه کوله.
مېرمن ناوي پيلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر کرزي سره هم وليدل او له هغه سره يې په افغانستان کې د بشري حقونو پر مسايلو خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ، چې پيلاوي له ولسمشر څخه د بشري حقونو په ځانګړي ډول په ښځو پورې له اړوندو موضوع ګانو څخه همېشه د ملاتړ او هڅو کولو او دغه راز په زندانونو کې د زندانيانو نه شکنجه کول او د ملکيانو د وژنې پر غندلو له هغه څخه درناوى کړى دى.
حامد کرزي څرګنده کړې، چې د افغانستان د خلکو حقونه په ځينو برخو کې تر پښو لاندې شوي او په دغو برخو کې له ملاتړ څخه بايد ډېر کار تر سره شي، تر څو د هېواد هر اوسېدونکى په خپل کور کې د ارامۍ او ثبات احساس وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن