کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هغه ډلوژنې په کلکه غندلي، چې لېست يې د هالنډ د شاهي حکومت له لوري دغه کمېسيون ته سپارل شوى دى.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لېست هغه مهال د استخبارتي سازمان اکسا د څېړنو مدير امان الله ع د هالنډ حکومت ته سپارلى و.
خبرپاڼه زياتوي، په دغه لېست کې د ٤٧٨٢ کسانو نومونه شته، چې د ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کلونو تر منځ د کمونيست رژيم له لوري په بې رحمانه ډول وژل شوي وو.
خپرپاڼه کاږي، چې د دغه لېست له خپرېدو سره د هېوادوالو زاړه زخمونه بيا تازه شول او له نوملړه داسې معلومېږي، چې د هر قوم او هر قشر خلک په کې شته او د هغه مهال رژيم له لاسه هېڅوک په امن کې نه و، هر څوک يې وژل.
د خبرپاڼې له مخې، دا وړوکی لېست د هغه مهال رژيم د جنايتونو يوه وړه برخه ده ، چې د څو سوه کلن ظلم او استبداد د ختمولو دعوه يې درلوده. ښايي د دغه لېست له خپرېدلو سره هغه انتظار، چې خلک يې د خپلو ورکو عزيزانو د بېرته راګرځېدو لپاره کوي، پاى ته ورسېږي.
خبرپاڼه د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د مشرې سيما سمر له خولې ليکي: ((په داسې حالت کې راته د خپلو احساساتو مهارول ګران کار دی، خو بيا هم د خپلو وظيفوي ايجاباتو له امله نه شم کولای خپل احساسات بيان کړم، خو په زړه کې ټولو هغو کسانو ته، چې زما د ستر ملت په ضد يې دغسې جنايتونه ترسره کړي دي، خپله کرکه څرګندوم.))
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن