جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ١١٠ کيلوګرامه هېرويين نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اندازه نشه يي توکي، چې په کرولا موټر کې جلال اباد ته لېږدول کېدل، تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د نغرک په سيمه کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبينو نيولي دي.
د نوموړي په وينا، له دغو توکو سره په تړاو يو تن او يو بل تعقيبي موټر يې، چې چلوونکى يې په تېښته بريالى شوى، هم نيولي دي.
مشرقيوال زياتوي، چې دغه قضيه اوس د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په رياست کې تر څېړنې لاندې ده.
ياده دې وي، له دې وړاندې هم لسګونه کيلوګرامه ترياک، هېرويين او نور نشه يي توکي د ننګرهار امنيه قوماندانۍ، سرحدي زون قوماندانۍ او د يو شمېر نورو امنيتي ادارو له لوري نيول شوي دي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن