ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د استاد رباني پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه

د استاد رباني پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه

author avatar
20 Sep 2013 - 09:55
د استاد رباني پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښودل شوه
author avatar
20 Sep 2013 - 09:55

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): لوړ پوړو دولتي چارواکو نن سهار په کابل کې د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر او پخواني ولسمشر د استاد برهان الدين رباني پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

پخوانى ولسمشر استاد رباني دوه کاله مخکې د وږي په ٢٩مه ديوه ځانمرګي بريد کوونکي لخوا ، چې ويل کېدل د طالبانو لخوا يې د سولې پيغام راوړى دى، د کابل ښار په وزير محمداکبرخان کې په خپل کې ووژل شو او د تلې په لومړۍ نېټه د وزير اکبرخان په تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

نن سهار ( دوږي ٢٩مه) لوړ پوړو دولتي چارواکو د کابل د وزير محمداکبر خان په تپه کې د نوموړي پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په يادو چارواکو کې د ولسمشر لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم، د ملي دفاع وزير بسم الله خان محمدي، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني ، د کورنيو چارو وزير عمر داوودزى، د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بلخ والي عطاء محمد نور او ګڼ شمېر نور شامل وو.

دغه راز په دې مراسمو کې يو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا او د سولې د عالي شورا غړو او دولت سياسي مخالفينو ( اپوزيسيون) ګډون درلود.

د دغو مراسمو په پيل کې مارشال فهيم د ګلونو ګېډۍ کېښوده او ورپسې ملي سرود وغږول شو او د ملي ځواکونو د تشريفاتي ګارډ له لوري ورته سلامي ووهل شوه.

د افغانستان حکومت هغه مهال ويلي وو، چې د استاد رباني د وژنې پلان په پاکستان کې جوړ شوى و او له دغه هېواده يې د دې پېښې په څېړلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان له خوا له ژمنې سره سره تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دى شوى.

حکومت د استاد رباني د وژنې د کليزې په مناسبت د (سولې او ملي يووالي) د اوونۍ د لمانځلو پرېکړه کړې وه او په دې اړه د هېواد په مرکز او ولايتونو کې لمانځغونډې شوې او اوس هم کېږي.

نن د کابل د لويې جرګې په خېمه کې هم د استاد رباني د کليزې د لمانځلو په موخه په لوړه کچه مراسم نيول شوي دي.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.