ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوبيش: د ټاکنو پر لور مثبت پرمختګونه شوي

کوبيش: د ټاکنو پر لور مثبت پرمختګونه شوي

author avatar
20 Sep 2013 - 16:04
کوبيش: د ټاکنو پر لور مثبت پرمختګونه شوي
author avatar
20 Sep 2013 - 16:04

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، چې په دې وروستيو کې افغانستان د سياسي او امنيتي لېږد په برخو کې پرمختګونه کړي، خو اوس هم ځينې ننګونې شته.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش دغه څرګندونې پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډې ته کړې دي.

هغه د امنيت شورا د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د اتلولۍ په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې افغانانو دغه بريا په تاريخي توګه ولمانځله او د خپلو اتلانو بې سارى هرکلى يې وکړ.

کوبيش وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې په افغانستان کې د سياسي او امنيتي لېږد په برخو کې پرمختګونه شوي، خو اوس هم ځينې ننګونې شته.

نوموړى وايي، که څه هم له ٢٠١٢ زېږديز کال راهيسې امنيتي پېښې زياتې شوې، خو دومره هم نه دي، چې د ٢٠١١ زېږديز کال پر مهال وې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي زياته کړې، چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين ډېرى مهال عام افغانان په نښه کوي.

د هغه په وينا، هغوى په پوځي برخه کې لاسته راوړنې نه لري او ډېرى امنيتي پېښې په لرو پرتو سيمو کې رامنځته کېږي.

نوموړي ويلي، چې افغان ملي ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي او کولى شي له سترو ګواښونو سره مقابله وکړى شي.

کوبيش زياتوي، سره له دې چې افغان ملي ځواکونه له ډېرې مرګ ژوبلې سره مخ دي، خو دوى پر خپل ځان باور لري او د ولس باور يې هم ترلاسه کړى دى.

هغه دا هم وويل، چې افغان ملي ځواکونه اوس هم روزنې او نور تجهيز ته اړتيا لري او د پايښت لپاره يې، لکه څنګه چې د ايساف قوماندان جنرال ډانفورډ ويلي وو، تر پنځو کلونو نورې همکارۍ ته اړتيا ده.

 د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي، چې د راتلونکي کال ټاکنې د افغانستان د سياسي مسايلو په سر کې ځاى لري.

د هغه په وينا، د افغانستان د اساسي قانون له مخې پر خپل وخت د ټاکنو له لارې د افغانستان د سياسي واک لېږد تر هر څه زيات د دوى په لومړيتوبونو کې دى.

دى وايي، چې ولسمشر کرزي په ټينګار سره په ډاګه کړې چې ټاکنې په خامخا ترسره کېږي.

د هغه په وينا، په تېرو دريو مياشتو کې د ټاکنو په برخه کې دوه مهم تخنيکي پرمختګونه شوي دي: د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمېشنران او د شکايتونو کمېسيون کسان وګومارل شول او دا د ټاکنو پر لور يو مهم پرمختګ دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.