ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو قوماندانانو په ګډون د ١٤ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

د دوو قوماندانانو په ګډون د ١٤ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

author avatar
21 Sep 2013 - 14:58
د دوو قوماندانانو په ګډون د ١٤ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه
author avatar
21 Sep 2013 - 14:58

کابل ( پژواک ٣٠ وږى ٩٢) : حکومت په ميدان وردګو ولايت  کې د تېرو٢٤ ساعتونو په ترڅ کې  ۲۸ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتوادعا کړې ده.

د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په مرکز ميدان ښار،چک،دايميرداد او سيداباد ولسواليو کې د عملياتو او نښتو په ترڅ کې د وسله والو   د دوو قوماندانانو په ګډون ١٤ تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د ملي اردو يو سرتېری هم د نښتې په ترڅ کې ټپي شوی او د عملياتو په لړ کې يوه اندازه مهمات او  وسلې هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې،تېره شپه د ميدان ښار په دره کهنه خمار او کوټه عشرو سيمو کې د عملياتو او هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان مهزت  ، چې  په زنځير مشهور و له نهو ملګرو سره وژل شوى او يو بل په ټپي حالت کې د ملي اردو ځواکونو له خوا ژوندى نيول شوى دی .

 خبرپاڼه ليکي،په عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری ټپي شوی،يوکلاشينکوف او يوه اندازه مهمات هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

سرچينه کاږي ، چې د ميدانښار په کشمري سيمه کې دوه وسله وال، چې غوښتل يې د سړک تر غاړې ماين ځای پرځای کړي د خپل ماين  د چاودنې په ترڅ کې وژل شوي .

دغه راز خبر پاڼه زياتوي، چې د سيداباد  په باغک سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د درې وزيرستانيانو په ګډون پنځه نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د چک  په بند چک سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، چې د دايميرداد په چينو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ  نښته شوې، چې په ترڅ کې يې د وسله والو يو سرګروپ ملا عبدالرحمن وژل شوی او درې ملګري يې ټپيان شوي دي .

طالب وياند ذبيح الله  مجاهد په ميدان وردګو کې د خلکو ملګرو د وژل کېدو شوې ادعا رد کړه او وايي، چې ميدانښار ته نږدې په بسراق سيمه کې يې د اردو په سرتېرو بريد کړى او د ملي اردو درې سرتېري يې ټپيان کړي دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.