اسعداباد( پژواک ٣٠ وږى ٩٢) چارواکي وايي، چې دکونړ د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال له خپلو درې ملګرو سره په هوايي بريد کې ووژل شو.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيد خېل د وږي په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل چې د غازي اباد لپاره د طالبانو ولسوال جمعه خان تېره شپه د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د ايلګل په غرنۍ سيمه کې له درې ملګرو سره وژل شوى دى.
امنيه قوماندان زياتوي، په بريد کې د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
طالبانو تر دې مهاله د ولسوال جمعه د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې هم په ياده ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونوکې څو ځلې وسله وال طالبان په نښه شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن