ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملابرادر خوشې شو

ملابرادر خوشې شو

author avatar
21 Sep 2013 - 12:21
ملابرادر خوشې شو
author avatar
21 Sep 2013 - 12:21

اسلام اباد (پژواک ٣٠ وږى ٩٢): پاکستاني رسنيو خبر ورکړ،چې  د طالبانو بندي چارواکی ملا عبدالغني برادر د پاکستان له زندان څخه خوشې شو.

دغه خبر نن د پاکستان جيو او اېکسپرېس نيوز خصوصي ټلويزيونونو خپور کړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ۲۹مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې د طالبانو د پخواني مرستيال مشر ملا برادر د افغانستان د سولې د پرمختګ په موخه خوشې کوي.

 څو ورځې مخکې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز ويلي و ، چې ملابرادر خوشې کوي، خو افغانستان ته يې نه سپاري.

هغه زياته کړې وه ، چې ملا برادر د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کېږي، خو که چېرې نوموړى افغان حکومت ته وسپارل شو، نو دا پروسه سبوتاژ کېداى شي.

سرتاج عزيز ويلي و : ((ملا برادر به تر خوشې کېدو وروسته په پاکستان کې وي، بيا به هغه په خپله پرېکړه کوي، چې چېرته ځي او له کوم ځايه د سولې له پروسې سره ښه مرسته کولى شي.))

د يادونې ده، افغان حکومت له ډېر پخوا د  ملا برادر د خوشې کېدلو غوښتنه کوله.

  پاکستان تر دې مخکې هم  ٣٣ طالب بنديان خوشې کړي وو.

ملا عبدالغني برادر د ١٣٨٨ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې نيول شوى و.

که څه هم د هغه د نيول کېدو لامل نه و معلوم، خو افغان چارواکي وايي، چې هغه له کابل سره د سولې د خبرو اترو د پيلولو په تور نيول شوى و.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.