کندوز (پژواک ٣٠ وږى ٩٢): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د يوه نوي پيدا شوي ماشوم مور او پلار د وسله والو له خوا وژل شوي او دغه راز د کندوز ولايت مقام په سل مترۍ کې يو ١٨ کلن ځوان پر ډزو وژل شوى دى.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غه پېښه د دغې ولسوالۍ په کلباد سيمه کې پرون مازديګر هغه مهال رامنځته شوه، چې د يوې کورنۍ درېيو غړيو د امام صاحب د کلباد سيمې روغتيايي مرکز ته د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه د ولادت په موخه، يوه مېرمن ليږدوله.
هغه زياته کړه، چې د ماشوم له زوکړې وروسته دوى بيرته د ګرځېدو په حال کې وو، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل، په پايله کې يې د ماشوم مور او پلار ووژل شول او يوه بله ښځه پکې ټپي شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د حبيب الله او د هغه د مېرمنې مړي له ټپي شوې ښځې او ماشوم سره يوځاى، د کندوز ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او ياد ماشوم ته پکې زيان نه دى اوښتى، خو له ښه روغتايي حالت څخه برخمن نه دى.
نوموړي څرګنده کړه: ټپي شوې مېرمن اوسمهال تر درملنې لاندې ده، روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
هغه وويل، چې تر دې مهاله د دغو کسانو وژل او ټپي کېدل نه دي معلوم، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او وسله والو طالبانو هم تر دې مهال په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، په کندوز ښار کې د يوولسم ټولګي يو زده کوونکى نن سهار په ډزو سره ووژل شو.
يوې امنيتي سرچينې د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل، چې دغه ځوان د موټرسايکل سپرو وسله والو له خوا په نښه او ځاى پر ځاى ووژل شو.
خو دکندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک ته وويل، چې د بريدګرو د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړي او زياته يې کړه، چې په دې بريد کې د ښوونځي يو زده کوونکى سخت ټپي شوى، چې له هغه وروسته ډېر ژر روغتون ته لېږدول شوى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن