کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست پر عبدالرب رسول سياف د ځانمرګي بريد د شنډولو او په تړاو يې د دريو کسانو د نيولو خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د دغه رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي، چې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ ځانګرو اوپراتيفي عملياتو په ترڅ کې نجيب الله مشهور په (ذاکرالله) د نقيب الله زوی، د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی او د تروريستي او ځانمرګو بريدونو يو لارښود او پلان جوړوونکی، چې پر جهادي رهبر او په ولسي جرګه کې د خلکو پر استازي پروفيسر استاد عبدالرب رسول سياف يې د ځانمرګي بريد هوډ درلود، نيولی دی.
خبرپاڼه زياتوي، چې نيول شوی کس يو ځل وړاندې هم د تروريستي او ورانکارو کړنو په تور نيول شوی و او دری کاله په زندان کې و.
سرچينه وايي، چې دغه کس دوه مياشتي وړاندې له بند څخه ازاد او بېرته د کوېټي په شورا کې د ميدان وردګو د استازي احمدالله له خوا د طالبانو د يوې ډلې د مشر او د ځانمرګو بريدونو او تروريستي کړنو د مسوول په توګه ګومارل شوی و.
د ملى امنيت عمومي رياست وايي، چې د نوموړي له خوا ورته لارښوونه شوې وه، تر څو پر استاد عبدالرب رسول سياف ځانمرګی او تروريستي بريد ترسره کړي، چې له نېکه مرغه خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت د منسوبينو د هلو ځلو په پايله کې له خپلو دوو ملګرو او يو اندازه وسلو او مهماتو سره يو ځای ونيول شو.
سرچينه زياتوي، چې د دغه بريد په شنډېدو سره يو ځل بيا د افغانستان د خلکو د دښمنانو د شوم پلان مخه ونيول شوه او پېښه تر لا زياتو څېړنو لاندې ده.
د ياودنې ده، چې استاد سياف په دې وروستيو کې وسله وال طالبان د پرديو مزدوران بللي او ويلي يې دي، چې بايد دوى ځان له مزدورۍ خلاص کړي، تر څو ورسره خبرې اترې وشي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن