کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري يې پرون د افغانستان په ختيځ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.
خو سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شوو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
بايد وويل شي چې د افغانستان په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.
دوه ورځې مخکې هم په پکتيا ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي وو.
د يادو دوو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو بهرنيو سرتېرو شمېر ١٣١ تنو ته ورسېد، چې ١٠٥ يې امريکايي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن