ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه پشت کوه کې ښوونکې ووژل شوه

author avatar
23 Sep 2013 - 12:02
author avatar
23 Sep 2013 - 12:02

فراه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): نن سهار وسله والو د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې يوه ښوونکې له موټره ښکته کړې او ځاى پر ځاى يې پر ډزو وژلې، بلخوا په بالابلوک ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي.

 

د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ د “چاه زندان” لېسې ښوونکې فريده نن سهار په موټر کې د فراه ښار ته روانه وه، چې د پشت کوه د رېګي کلي په سيمه کې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړه او ويې وژله.

 

د فراه د پوهنې رياست د تحريراتو مدير عبدالله د معلوماتو له مخې، فريدې په ياده لېسه کې د اجيرې ښوونکې په توګه کار کاوه.

 

عيني شاهد محمدالله وايي، چې دى په رېګي کلي کې د فريدې د لېږدوونکي موټر تر شا په بل سراچه موټر کې و، چې پنځو موټرسايکل سپرو وسله والو طالبانو موټر ودراوه.

 

هغه وويل، چې طالبانو فريده له موټره ښکته کړه او ځاى پر ځاى يې پر ډزو ووژله.

 

په فراه کې د ټاکنو کمېسيون مشر ميرويس عزيزي د معلوماتو له مخې، د فريدې مېړه سيدنظام الدين په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون کار کوونکی دی.

 

وسله والو طالبانو تر دې دمه د فرېدې د وژلو په اړه څه نه دي ويلي.

 

د تېرې وږي مياشتې په ١٤مه هم وسله والو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ستار خان په نوم د دې ولسوالۍ د ساروان کلا ښوونځي ښوونکى په يو کمين کې وواژه.

 

 د يوبل خبر له مخې، په فراه کې د ملي اردو د دويمې پلې لوا وياند محمدحنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني او سه جوى سيمو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ نور ژوندي نيول شوي دي.

 

دى وايي، چې په وژل شوو کې د عبدالرحمن نيکه په نوم د طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.

 

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.