کابل ( پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٢ ) : ټاکل شوې ده، چې ولسمشر حامد کرزى د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په يوه رسمي سفر چين ته لاړ شي.
د چين د بهرنيو چارو وياند هونګلي د تلې په لومړۍ نېټه، په يوه خبري غونډه کې ويلي ، چې ولسمشر حامد کرزى به د روان لمريز کال د تلې له درېيمې څخه تر شپږمې نېټې پورې په څلور ورځني رسمي سفر بيجنګ ته راشي.
هغه زياته کړې، چې ولسمشر حامد کرزي د چين د ولسمشر زي جين پينګ په رسمي بلنه دغه سفر ترسره کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزى به له چيني چارواکو سره د ليدنو ترڅنګ په بيجنګ کې دايرو ايشيا اقتصادي فورم پرانېستونکې غونډه کې هم ګډون وکړي.
دا په تېرو دوو کلونو کې چين ته د ولسمشر حامد کرزي دويم سفر دى، د تېر لمريز کال (١٣٩١) په غبرګولي مياشت کې هم ولسمشر کرزي چين ته رسمي سفر کړى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن