ګردېز (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند سيمه کې د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې الوتکه نن له غرمې وروسته د تېرې کوتل په سيمه کې لوېدلې ده.
هغه زياتوي، چې ياده بې پيلوټه الوتکه په غرنۍ سيمه کې د تخينکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
اورياخېل وايي، دغه وړه څارګره الوتکه تر لوېدو وروسته نړيوالو ځواکونو ومونده او له ځان سره يې يووړه.
تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نړيوالو ځواکونو څارګرې الوتکې غورځېدلې دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن