ترينکوټ (پژواک ٢ تله ٩٢): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، چې د ماين په چاودنه کې د دې ولايت د يوه ساختماني شرکت يو کارکوونکى وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلور بجو د ترينکوټ او چورې ولسوالۍ پر غځېدلې لاره د ککرک په سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړه، په دې چاودنه کې د رحمت نبي په نوم د يوه ساختماني يو کارکوونکى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، پېښه هغه مهال وشوه، کله چې ياد کارکوونکي د لويې لارې د يوه پولګوټي پر بيارغولو بوخت وو.
د اروزګان د فوايد عامې رييس محمد صابر احمدزي هم ياده پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه، چې ياد کارکوونکي څه موده وړاندې د لويې لارو پر سر د ويجاړو شويو پولګوټو د بيارغولو په موخه سيمې ته تللي وو.
د عزت الله په نوم د اروزګان د مرکزي روغتون يو ډاکټر، پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پېښې دوى ته يو جسد او شپږ ټپيان وروړل شوي، چې د يوه حالت د اندېښنې وړ دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن