کابل (پژواک ٢ تله ٩٢): په ولسي جرګه کې د کابل استازي او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې “د ګډون په موخه” د ولسي جرګې له دندې استعفى وکړه.
محمد محقق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه يې نن د ولسي جرګې اداري پلاوي ته خپله استعفى وړاندې کړې ده.
هغه په دې اړه چې ولسمشرۍ ته به ځان کانديد کړي او که د ولسمشرۍ د کوم نوماند مرستيال به وي؟ وويل، چې دغه موضوع به راتلونکې يکشنبې څرګنده شي.
خو ويل کېږي چې محمدمحقق به د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ملي اېتلاف د مشر ډاکټر عبدالله له مرستيالانو وي.
د ټاکنو قانون له مخې، د حکومت هغه غړي، قاضيان، څارنوالان او ملکي کار کوونکي چې غواړي ولسمشرۍ، ملي شورا، ولايتي شورا او د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي، بايد له ټاکنو ٧٥ ورځې وړاندې له دندې استعفى وکړي.
د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد صالح سلجوقي هم وويل، چې محقق په ليکنې بڼه خپله استعفا پاڼه د جرګې اداري پلاوي ته ورکړې ده.
دى وايي، چې دغه استعفى د ولسي جرګې لومړي مرستيال محمد ميرويس ياسيني لاسليک کړه او په دې اړه يې د مکتوب له لارې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته خبر ورکړ.
د اساسي قانون په ١٠٨مه ماده کې راغلي: “د ملي شورا د غړي د مړينې، استعفى عزل او يا د داسې معلولېدو او معيوبېدو په صورت کې چې په دايمي توګه د وظيفې د ا جرا خنډ شي، د پاتې تقنينيه دورې لپاره د نوي استازي تعين د قانون له حکمونو سره سم ترسره کېږي.”
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن