ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر حامد کرزی چین ته ورسېد

ولسمشر حامد کرزی چین ته ورسېد

author avatar
25 Sep 2013 - 17:58
ولسمشر حامد کرزی چین ته ورسېد
author avatar
25 Sep 2013 - 17:58

کابل (پژواک، ٣ تله ٩٢): ولسمشر حامد کرزى د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، په سیمه يیز وخت نن ماښام د چین هېواد د شانشي ولایت د شییان ښار ته ورسېد.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي او ملګري پلاوي ته یې د شانشي په نړیوال هوایي ډګر کې د شانشي ولایت د مرستیالې او په چین کې د افغانستان د سفیر محمد کبیر فراهي له خوا هرکلی وویل شو.

د سرچينې په وينا، حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې نن ماښام د شانشي ولایت له والي سره وګوري او سبا به د اروپاـ اسیا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ويلي، چې چین ته د حامد کرزي سفر د دغه هېواد د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه وشو.

فیضي زیاته کړې، ولسمشر کرزى به چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر، لومړي وزير او له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او په سیاسي، امنیتي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا او د سیمه يیزو مسئلو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.

د هغه په وينا، له  دوست او ګاونډي هېواد چین سره زموږ اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ګډې اعلامیې په چوکاټ کې د اهمیت وړ دي او افغانستان له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

ده ويلي، په دې سفر کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې، د مس عینک د پروژې د کار د چټکتیا او د چین د پطرولیم د شرکت له خوا د امو سیند په سیمه کې د ګازو د سیمو د استخراج په باب د دغه شرکت له علاقه مندۍ څخه د افغانستان د ملاتړ په باب به هم خبرې وشي.

نوموړى وايي، حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې همداراز د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو له دیپلوماتیکو غړو سره، له  ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړي.

فیضي څرګنده کړې، چې چین ته د حامد کرزي د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شي، چې د هغې له جملې څخه له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان مرسته، د زندانیانو د استرداد او د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه شامل دي.

ده ويلي، اوس مهال له ۷۰ څخه زیات افغان پوځي محصلین په بېلابېلو برخو کې په چین کې په زده کړو بوخت دي او پر دې سربېره له ۴۵ څخه زیات د ملي پولیسو افسران له نشه یي توکو او د الې ګولې پرخلاف د مبارزې په برخه کې، په دغه هېواد کې په زده کړه بوخت دي او په پام کې ده، چې تر ۲۰۱۵ زېږديز کال پورې دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته زیات شي.

د ولسمشر ویاند ټینګار کړى، چې افغانستان د چین له ملي حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او د تایوان، تبت او سنګیانګ د مسئلو په اړه د دغه هېواد د دولت له دریځ څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.