ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړيان: موږ ته دې د نوم ليکنې مرکزونه ډېر شي

کونړيان: موږ ته دې د نوم ليکنې مرکزونه ډېر شي

author avatar
25 Sep 2013 - 14:26
کونړيان: موږ ته دې د نوم ليکنې مرکزونه ډېر شي
author avatar
25 Sep 2013 - 14:26

اسعداباد (پژواک ٣ تله ٩٢): د کونړ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکو په خپلو سيمو کې د رايو د کارتونو د نورو مرکزونو فعالولو غوښتنه وکړه.

دوى وايي، چې په ځينو ولسواليو کې يو يو مرکز فعال شوى، چې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي نه شي کولى چې دغو مرکزونو ته ولاړ شي او کارتونه ترلاسه کړي.

د وټه پور ولسوالۍ د قلعه کلي يو اوسېدونکي عبدالجلال  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولسوالۍ ډېرى خلک په غرنيو سيمو کې اوسېږي او هغوى نه شي کولى چې د کارت لپاره د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي.

نوموړي زياتوي چې که په لرو پرتو سيمو کې د رايو د کارتونو مرکزونو فعال شي، نو دسيمې اوسېدونکي به يې دامنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي.

دى وايي، که چېرې دا مرکزونه فعال نه شي، نو ډېرى خلک به در ايو له کارتونو بې برخې پاتې شي او په ټاکنو کې خپله رايه هم نه شي کارولى.

ددې ولايت د د نورګل ولسوالۍ يو تن قومي مشر مولوي عبدالله هم د کارتونو اخيستلو د زياتو مرکزونو فعالولو د غوښتنې تر څنګ نيوکه کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي په برخه کې سم کسان نه دي په کار ګومارلي.

د هغه په وينا، د عامه پوهاوي کار کوونکي په خپله نه پوهېږي، چې ټاکنې څه معنى او څه اهميت لري، دوى به نور خلک څه پوه کړي.

نوموړي وړانديز وکړ، چې د عامه پوهاوي په برخه کې دې قومي مشران او ديني عالمان شامل کړى شي، څو خلکو ته سم معلومات ورکړي.

د نرنګ  ولسوالۍ اوسېدونکی عتيق الله وايي، د دوى د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي او حتى ښځې هم غواړي چې د رايو کارتونه واخلي، خو د مرکز د لرې والي له امله دغه کار نه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې تر اوسه د عامه پوهاوي پروګرام هم نه دى په لاره اچول شوى.

په کونړ ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر شاه جهان سرداري  وايي، چې له تېرو دريو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د نوم ليکنې پروسه ده او په دې موده کې تر  اوسه ٥٥ زره کسانو د رايو کارتونه اخيستي چې ٣٥ سلنه يې ښځې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د عامه پوهاوي په برخه کې د خلکو شکايتونه  ردوي او زياتوي چې دوى د ازادو سياليو له لارې مامورين ټاکلي دي.

دى وايي، چې د ولايتي شورا لپاره په دغه ولايت کې تر اوسه ٤٠ کسانو معلوماتي پاڼې ترلاسه کړې او ١٥ کسانو په رسمي توګه نوم ليکنه کړې ده.

شاه جهان سرداري  په ولسواليو کې د مرکزونو د کموالي ستونزه مني او زياتوي، چې يو يو مرکز نه شي کولى چې د ولسوالۍ د ټولو خلکو لپاره بسنه وکړي.

د هغه په وينا، له مرکز سره په اړيکه کې دي،  د خلکو ستونزې يې ورته رسولې او هڅه کوي، چې مرکزونه زيات کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.