ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “بدلون څپه” په نوم سياسي خوځښت رامنځته شو

د “بدلون څپه” په نوم سياسي خوځښت رامنځته شو

author avatar
26 Sep 2013 - 15:34
د “بدلون څپه” په نوم سياسي خوځښت رامنځته شو
author avatar
26 Sep 2013 - 15:34

کابل (پژواک ٤ تله ٩٢): د “بدلون څپه” سياسي خوځښت د خپل شتون د اعلان په لومړۍ ورځ وويل، چې له نوو څېرو سره به د راتلونکو ټاکنو د سياليو ډګر ته ووځي.

د بدلون څپې سياسي خوځښت د ملي شورا له يو شمېر غړو، سياسي کارپوهانو، د پوهنتون له استادانو، محصلينو، زده کوونکو او نورو څخه جوړ دى.

د بدلون څپې سياسي خوځښت مشرې فوزيې کوفي د دغه حرکت په پرانيست غونډه کې وويل، چې دغه حرکت له سياسي ګوندونو، مدني ټولنو، مخورو، قومي مشرانو، خپلواکو اشخاصو او ځوانانو سره په سلا جوړ شوى دى.

هغې وويل، چې د دغه حرکت جوړېدل درې اساسي موخې لري.

د کوفي په وينا، دغه حرکت غواړي چې ديني ارزښتونو ته په پام سره جنسيتي عدالت رامنځته کړي، د نجونو او هلکانو لپاره په هېواد کې دننه او په بهر کې د زده کړو زمينه برابره کړي او د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

هغې وويل: ((که موږ په خپلو برنامو عمل ونه کړ، خلک حق لري، چې زموږ لاس ونيسي او ووايي چې تاسو پر خپلو برنامو عمل ونه کړ.))

د هغې په خبره، افغانان بايد په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي؛ ځکه چې دا ټاکنې د افغانانو لپاره يو ستر تاريخي ازمون دى او که په دغه ازمون کې بريالي شول نو هېڅ بهرنى لاس بيا نه شي کولاى چې هېواد له ستونزو سره مخ کړي.

کوفي ونه ويل، چې راتلونکو ټاکنو ته نومانده ده او که نه، خو زياته يې کړه: ((اجازه راکړئ، چې د وروڼو غونډې،خويندې هم په سياسي لوبو کې برخه ولري، پر دوى اعتبار وکړئ، خويندې به ستاسو باور په بې باورۍ نه بدلوي.))

هغې وويل، چې د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتو سره يې د بدلون څپه جوړه کړې او د دغه سياسي څوځښت د جوړېدو يوه اساسي موخه د افغانستان خلکو ته د نوې سياسي څېرې معرفي کول دي.

د کوفي په وينا، د بدلون څپه هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د خپل “سنتي حکومت” موده وغځوي او د افغانستان پر خلکو حکمراني وکړي.

کوفي وايي: ((د خوځښت څپه هيله لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې له نوو څېرو سره د ټاکنيزو سياليو ډګر ته ووځي او په ټاکنو کې فعاله ونډه ولري.”

هغې ټينګار وکړ، هېڅوک بايد په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنې ونه کړي، ځکه دغه ټاکنې د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې دي.

په ياده غونډه کې د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود او د ولسمشر سلاکار وزير هدايت امين ارسلا هم ونډه لرله، خو دغه دواړه د بدلون څپې غړيتوب نه لري.

مسعود وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ بدلونونه په ټولو برخو کې راغلي خو کافي نه دي.

ده زياته کړه: ((په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان ټولې برخې جدي بدلونونو ته اړتيا لري او زه هيله لرم، چې د بدلون څپه د پام وړ بدلونونه راولي.))

مسعود وايي، چې په افغانستان کې اوس هم قومي او سمتي ستونزې موجودې دي او له دغو ستونزو د خلاصون په موخه بايد ځوانان او سياسي ګوندونه داسې حرکتونه پيل کړي تر څو له مخې يې ټولنيز جوړښتونه بدلون ومومي.

 د ولسمشر سلاکار وزير هدايت امين ارسلا وويل، چې په هېواد کې د رغنده بدلون لپاره بايد مدبرانه او هوښيار ګام پورته شي تر څو داسې يو بدلون رامنځته شي، چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم په کې وساتل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد داسې بدلون رامنځته کړو چې خلک د همدغه بدلون په اساس د دولت په درى ګونو قوو او يو پر بل باور پيدا کړي.))

دى هم وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شوي خو اوس هم ډېرې ستونزې شتون لري چې بايد د لرې کولو لپاره يې کار وشي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.