مزارشريف (پژواک ٤ تله ٩٢): د سرپل امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د وسله والو مخالفينو د نظامي کمېسيون مشر نيولی دی.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال سخي داد حيدري د تلې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو طالبانو د نظامي کمېسيون مشر ملا جمعه خان يې د بلخ ولايت د ملي امنيت په مرسته ونيو.
نوموړي زياته کړه، چې ملا جمعه خان په سرپل ولايت کې د ماين خښولو او د چريکي بريدونو مسوول و، چې وخت ناوخت يې مزاحمتونه جوړول.
د هغه په وينا، جمعه خان د سرپل– جوزجان پر لويه لاره د شيرمها په سيمه کې له خپل ګروپ سره د عامو خلکو موټر هم لوټل.
ډګروال سخي داد وويل، چې جمعه خان د سرپل او بلخ ولايت د ملي امنيت د چارواکو په همغږۍ او ګډ کار په مزارشريف ښار کې تېره شپه ونيول شو.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې هم يو غير مسوول وسله وال له کربين ټوپک سره په داسې حال کې چې د وژنې قصد يې درلود ونيول شو.
د سرپل ولايت والي عبدالجبار حقبين د ملا جمعه خان نيول د سرپل– جوزجان د لويې لارې د امنيت لپاره ګټور ګام وباله.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې وخت ناوخت د دې لويې لارې په شيرمها سيمه کې د ملا جمعه خان له لوري نا امني جوړېده او عام خلک لوټل کېدل، چې دغه لړۍ به له دې وروسته بنده وي.
وسله والو طالبانو د ملا جمعه خان په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن