ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې پاکستانى انجنير تښتول شوى

په لوګر کې پاکستانى انجنير تښتول شوى

author avatar
26 Sep 2013 - 13:31
په لوګر کې پاکستانى انجنير تښتول شوى
author avatar
26 Sep 2013 - 13:31

پل علم (پژواک ٤ تله ٩٢): چارواکي وايي، د لوګر په مرکز پل علم کې د نوي جوړېدونکي روغتون يو پاکستانى انجنير تښتول شوى، چې له امله يې د روغتون کار په ټپه درېدلى دى.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پاکستانى انجنير پرون مازديګر له لوګره کابل ته پر لاره تښتول شوى دى.

نوموړى وايي، څو وسله وال د کابل – لوګر پر لاره د کونجک په سيمه کې راوتلي او ياد انجنير يې له خپل صرف موټر سره تښتولى دى.

عابد زياتوي، د دغه پاکستاني انجنير موټر نن سهار پل علم ته نږدې د بابوس په سيمه کې موندل شوى، خو د انجنير د موندلو او خلاصون لپاره قومي مشرانو هڅې پيل کړې دي.

د پل علم د روغتون يو ډاکټر چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، د انجنير د تښتونې په غبرګون کې د نوي روغتون کار په ټپه درېدلى.

سرچينه وايي، چې د روغتون پاکستاني کارګرو ګواښ کړى تر څو انجنير ونه موندل شي کار به ونه کړي.

دغه سرچينه زياتوي، په پل علم کې نوى ٣٠٠ بستريز روغتون د پاکستان په شاوخوا ٣٨ ميليونه امريکايي ډالره لګښت جوړېږي، چې اتيا سلنه کار يې بشپړ شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.