کندوز (پژواک ٤ تله ٩٢): په کندوز کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي، خو بلخوا بيا د وسله والو له خوا د ملي اردو څلور سرتېري تښتول شوي دي.
دکندوز ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې ياد څلور وسله وال تېر ماښام په امام صاحب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هغوى مړي په سيمه کې پاتې دي او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان دى اوښتى.
د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي وويل، چې په يادو عملياتو کې يو پوليس او دوه نور وسله والو مخالفين ټپيان شوي دي.
قريشي زياته کړه، چې عمليات له دوو ورځو را په دېخوا د امام صاحب په ځنګله سيمه کې پيل شوي او تر هغه چې يادې سيمې د وسله والو له شتونه پاکې نه شي، دوام به ولري.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د يادو عمليات په ځواب کې دو ټانکونه له منځه تللي او ٧ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بلې خوا د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري تښتول شوي دي.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک ته وويل، چې وسله والو طالبانو ياد سرتېري تېر مازديګر مهال د خان اباد په چهارتوت سيمه کې له يوه ٣٠٣ ډوله موټر څخه، چې له کابله بدخشان ته پر لاره و، ښکته کړي دي.
هغه زياته کړه، تښتول شوي درې سرتېري او يو افسر په شخصي جامو کې وو او د بدخشان اوسېدونکي دي.
اميري زياته کړه، چې تر دې دمه د يادو کسانو په اړه معلومات نشته خو پلټنې روانې دي.
وسله والو طالبان تر اوسه په په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن