ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوم ليکنې ګرځنده بهير پيلېږي

د نوم ليکنې ګرځنده بهير پيلېږي

author avatar
28 Sep 2013 - 11:36
د نوم ليکنې ګرځنده بهير پيلېږي
author avatar
28 Sep 2013 - 11:36

کابل (پژواک ٦ تله ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، ټاکل شوې نن په کليو کې د رايه ورکوونکو ګرځنده نوم ليکنه پيل شي.

په ټاکنو کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لومړى پړاو سږ کال د غبرګولي په ٥ مه د ټولو ولايتونو په مرکزونو او دويم پړاو يې د زمري په پنځمه په مرکز او ولسواليو کې پيل شو او ټاکل شوې چې په ټوله کې به څلور ميليونه پر شرايطو برابر وګړي رايه ورکړي.

تر دې وړاندې د کليو او لرې پرتو سيمو اوسېدونکو شکايت کاوه، چې تر ولسواليو پورې تر سلو کيلومترو پورې لاره وي او دوى نه شي کولى، چې د رايې اخيستنې لپاره ورشي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې په کليو او لرو پرتو سيمو کې يې د نوم ليکنې پروسه نن پيل کړې او تر ٤٥ ورځو پورې به ادامه ولري.

د ياد کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه له يونيم ميليون څخه زياتو وګړو په ټول هېواد کې د رايې کارتونه اخيستي، چې نيمه برخه يې ښځې دي.

هغه زياته کړه، د کمېسيون ټينګار تر ډېره پر ښځو او هغو ځايونو دى، چې خلک يې د رايو اخيستنې کارتونو ته نه شواى ورتلاى، نو له امله يې ورته په کليو کې د ګرځنده نوم ليکنې پروسه پيل کړې ده.

نور وويل: ((موږ يو فرصت ورکوو، د هغوى کورونو ته نږدې ورځو، څو په يوه نيمه مياشت کې د رايې ورکوونې کارت ترلاسه کړي.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند ټينګار وکړ، چې ښځو ته به د رايې کارت اخيستنې تر ټولو زياتې اسانتياوې رامنځته کړي، ځکه شمېرې څرګندوي، چې تر اوسه پورې ٣٠ سلنه ښځو نوم ليکنه کړې، خو دا شمېره کمېسيون ته د منلو وړ نه ده.

هغه څرګنده کړه، چې دا شمېره دې اوچته شي، کومې ښځې چې د بېلابېلو ستونزو له امله له کارت اخيستلو پاتې شوې، له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي او کارتونه دې ترلاسه کړي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې در راتلونکي ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦ نېټه ترسره شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.