ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټاکنو کې دې د زرګونو فاسدينو له ګومارنې مخنيوى وشي

په ټاکنو کې دې د زرګونو فاسدينو له ګومارنې مخنيوى وشي

author avatar
28 Sep 2013 - 14:28
په ټاکنو کې دې د زرګونو فاسدينو له ګومارنې مخنيوى وشي
author avatar
28 Sep 2013 - 14:28

کابل (پژواک ٦ تله ٩٢): له اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزيابۍ ګډې کمېټې د ټاکنو پروسې پر وړاندې د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومته يې غوښتي، څو هغه کسان چې د ټاکنو په تېره دوره کې په فساد کې ښکېل وو، په راټلونکو ټاکنو کې ونه ګوماري.

د دې کمېټې غړى درګو کاس (Drago kos) وايي، چې د نوم ليکنې پروسه بايد پرته له کومې اندېښنې مخته يوړل شي.

نوموړى چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل: ((موږ تر اوسه پورې د ځينو سيمو امنيت ته خوشبين نه يو، خو بيا هم د وضعيت د ښه کېدو هيله لرو، څو رايه ورکوونکي په يوه ازاده او امنه فضا کې خپله رايه وکاروي.))

سرچينې زياته کړه: ((ملي او نړيوال څارونکي شته، چې د افغانستان د ټاکنو په مسئله کې ښکېل دي، موږ نه غواړو، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه يو درېيم نظارتي اړخ شو، خو د افغانستان له حکومت نه خپلې غوښتنې لرو.))

نوموړي له دولته وغوښتل، چې ټاکنو ته د امنيت خوندي کولو تر څنګ په ټاکنو کې د هغو کسانو له ګومارنې هم ډډه وکړي، چې په تېرو ټاکنو کې په فساد کې ښکېل وو.

د کاس په خبره ده، د هغو لس زره کسانو لېست دې د ټاکنو کمېسيون له خوا ترتيب شي، چې په تېرو ټاکنو کې په فساد کې ښکېل وو.

هغه د دې کسانو نومونه وانه خيستل، خو ويې ويل، چې د دوى په منځ کې لوړ پوړي کسان هم شتون لري.

د ارزونې او څارنې د ګډې خپلواکې کمېټې په شپږ مياشتني راپور کې، چې نن خپور شوى راغلي، چې دې کمېټې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په نوم دوې سپارښتنې صادرې کړې، چې له اخلاقي نظره د ناسمو انسانانو په ګومارنه کې د مخنيوي مرسته کوي او په نا امنو سيمو کې د رايه ورکوونکو د زياتوالي لامل ګرځي.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته د کانديدانو نوم ليکنه د وږى مياشتې په ٢٥مه پيل شوې او د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې تر اوسه د ولسمشرۍ لپاره ٦٥ او ولايتي شوراګانو لپاره ٢٥١٧ کسانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې، خو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته يواځې يوه کس په رسمي ډول ځان نوماند کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.