ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اشرف غني احمدزي د لېږد بهير له کمېسيون څخه استعفا وکړه”

“اشرف غني احمدزي د لېږد بهير له کمېسيون څخه استعفا وکړه”

author avatar
29 Sep 2013 - 20:30
“اشرف غني احمدزي د لېږد بهير له کمېسيون څخه استعفا وکړه”
author avatar
29 Sep 2013 - 20:30

کابل (پژواک ٧ تله ٩٢): يوه باوري سرچينه وايي، چې د لېږد بهير د تنظيم کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه له خپلې دندې استعفا کړې ده.

يادې سرچينې پژوک خبري اژانس ته وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې مخکې په رسمي او ليکلي ډول خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

سرچينې زياته کړه، افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد بهير مشر احمدزي، په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه دغه چاره ترسره کړې ده.

لا نه ده جوته، چې ولسمشر حامد کرزي د نوموړي استعفا منلې که نه؟

ډاکټر اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته له احتمالي کانديدانو څخه شمېرل کېږي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.

د ټاکنو قانون له مخې، د حکومت هغه غړي، قاضيان، څارنوالان او ملکي کارکوونکي چې غواړي ولسمشرۍ، ملي شورا، ولايتي شورا او د ولسواليو شوراګانو ته ځانونه کانديد کړي، بايد له ټاکنو ٧٥ ورځې وړاندې له دندې استعفى وکړي.

د يادولو ده، چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د کابل استازي او د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه د ولسي جرګې له دندې استعفى وکړه.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.