ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند مارجه کې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې

author avatar
29 Sep 2013 - 11:54
author avatar
29 Sep 2013 - 11:54

لښكرګاه (پژواك ۷ تله ۹۲): چارواکي وايي، چې د هلمندپه مارجې ولسوالۍ ځانمرګي بريد د پوليسو يو افسر وژلى او دوه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك د تلې په ۷ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخكې لس بجې د مارجې ولسولۍ امنيه قوماندانۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى دى.

نوموړي وويل، په پېښه كې د پوليسو يو افسر وژل شوى، دوه ملكي وګړي، چې يو ښوونكى او بل د سيمې د تېلو پمپ کار کوونکى دى، ټپيان شوي دي.

ځواك وايي، بريد كوونكي غوښتل، چې امنيې قوماندانۍ ته ځان ورسوي خو پوليسو موخې ته له رسېدو مخکې پېژندلى او له دې سره سم يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دغه راز د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل پژواك اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې يو ملكې وګړى وژل شوى او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

ده وويل، پېښه د مارجې ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د تېلو له يوه پمپ سره رامنځټه شوې ده.

بلخوا د مارجې يوه اوسېدونكي، چې د نوم له ښودو يې ډډه كوله پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه كې د مارجې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ يو افسر وژل شوى دى.

ده وويل، پېښه د پوليسو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې، ځكه په مارجه كې پوليس او نور امنيتي ځواكونه تلاشي نه كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې دوه شپې وړاندې په لښكرګاه كې د موټربم په وسيله ځانمرګي بريد يو پوليس وواژه او د يوه پوليس په ګډون يې څلور ملكي وګړي ټپيان کړل.

طالبانو تر دې مهاله د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.