ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کران منجان ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره جګړه روانه ده

د کران منجان ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره جګړه روانه ده

author avatar
29 Sep 2013 - 12:40
د کران منجان ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره جګړه روانه ده
author avatar
29 Sep 2013 - 12:40

فيض اباد (پژواک ٧ تله ٩٢): سيمه ييز چارواکي وايي، چې د بدخشان ولايت د کران منجان ولسوالۍ د بيا نيولو په موخه په پيل شوو عملياتو کې اوه طالبان وژل شوي خو طالبان بيا ادعا کوي، چې ١٣ دولتي سرتېري يې له منځه وړي دي.

د کران منجان ولسوال نوراغا نادري وايي، ولسوالي يې له دې امله طالبانو ته پرېيښې، چې پوليس او ملکي وګړو ته په کې زيان ونه رسېږي، خو د مرستندوى امنيتي ځواکونو په را رسېدو يې بېرته نيولې ده.

يوه ځايي استوګن د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړى او هغوى يې په ډبرو او لرګيو ويشتلي او په پايله کې وتوانېدل چې ولسوالۍ ونيسي.

هغه د يادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې ولسوال او امنيه قوماندان ولسوالۍ پرېيښې ده.

خو د بدخشان د امنيت امر جهانګير کرامت وايي، چې وسله والو طالبان د کران منجان ولسوالۍ زړه ودانۍ، چې د ولسوالۍ د مرکز به ١٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، نيولې او د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې لا هم د پېښې په ځاى کې دي.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې لسګونو وسله والو طالبانو د بدخشان له وردوج ولسوالۍ او نورستان ولايت څخه پر کران منجان ولسوالۍ بريد کړى او له دولتي ځواکونو سره په سخته جګړه کې ښکېل دي.

راسخ نن پژواک ته وويل، چې د ملي اردو کومانډو ځواکونه، له پنجشېر ولايت څخه په داسې حال کې کران منجان ولسوالۍ ته نږدې کېږي، چې نن يې له لاسه تللې ساحې بېرته تر خپل واک لاندې راوستې دي.

هغه زياته کړه، چې طالبان تر تېر ماښام پورې د ولسوالۍ تر يو کيلومترۍ پورې رسېدلي؛ خو د دولتي ځواکونو مقاومت يې پر وړاندې دوام درلود.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې کران منجان ولسوالۍ يې لاس ته ورغلې او تر ٣٠ پورې دولتي سرتېري او مامورين يې هم نيولي دي.

د هغه په خبره، ولسوال او امنيه قوماندان تښتېدلي، وسلې، مهمات، موټر او خوراکي توکي يې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

طالبان وياند زياته کړه، چې طالبانو تېره شپه هم د وردوج په پخشېره سيمه کې له دولتي ځواکونو سره نښته کړې، چې په ترڅ کې يې اوه سرتېري، شپږ اربکيان، دوه طالبان او څلور نور سرتېري ټبيان شوي دي.

خو د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وويل، چې په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان له منځته تللي، دوه ټپيان او د يو بل نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې يو پوليس ټپي شوى او طالبان غرونو ته شړل شوي دي.

تېره اونۍ ځايي چارواکو ويلي وو، چې طالبانو په وردوج ولسوالۍ کې دوه کلي پرېيښي، چې ورسره ټوله ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه چاڼ شوې ده.

تېره اونۍ د ملي اردو لومړۍ ١٧٠٠ فرقه هم له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په موخه به بدخشان کې ځاى پر ځاى شوه ، چې له واره په وردوج او ور څېرمه ولسواليو کې عمليات هم تر سره کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.