واشنګټن (پژواک ٧ تله ٩٢): د هندوستان لومړي وزير منموهن سنګ ويلي، چې پاکستان د ترهګرۍ مرکز دى او زياتوي چې د دغه هېواد خاوره دې د هند پر ضد نه کارول کېږي.
د هند لومړي وزير دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړې، چې د هند او پاکستان د اړيکو د ښه والي لپاره بايد پاکستان خپله خاوره د هند پر ضد ترهګريزو فعاليتونو ته وقف نه کړي.
منموهن سنګ ويلي: ((که چېرې پاکستان غواړي له هندوستان سره ښې اړيکې ولري، نو بايد دغه هېواد د ترهګرۍ مرکز نه وي.))
د هند لومړي وزير زياته کړې، چې غواړي له پاکستان سره د کشمير د مسئلې د هواري ترڅنګ پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړې.
خو هغه دا هم وويل، چې کشمېر د هندوستان نه جلا کېدونکې برخه ده او هېواد به يې د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په اړه له چا سره هېڅ ډول معامله ونه کړي.
منموهن سنګ زياتوي، ترهګري د ټولې نړۍ د امنيت او ثبات لپاره يو ګواښ دى او له همدې امله ده، چې ګڼ شمېر بې ګناه خلک وژل کېږي.
د هغه په وينا، ټوله نړۍ بايدد ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
سنګ په داسې حال کې د پاکستان پر ضد تندې خبرې کړې، چې ټاکل شوې نن په نيويارک کې د پاکستان له لومړي وزير ميا نواز شريف سره وګوري.
هغه ويلي، چې خلک دې له نوازشريف سره د ده د ليدنې په اړه ډېرې هيلې نه لري.
تر دې مخکې د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د ليدنې پر مهال منموهن سنګ ويلي، چې د دوى په سيمه کې ټولې ستونزې د پاکستان له امله دي او دغه هېواد اوس هم د ترهګرۍ مرکز دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن