ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د اعتصاب کوونکو بنديانو په پلوۍ لاريون وشو

هرات کې د اعتصاب کوونکو بنديانو په پلوۍ لاريون وشو

author avatar
30 Sep 2013 - 15:06
هرات کې د اعتصاب کوونکو بنديانو په پلوۍ لاريون وشو
author avatar
30 Sep 2013 - 15:06

هرات (پژواک ٨ تله ٩٢): په هرات ښار کې سلګونه نارينه او ښځو په محبس کې د اعتصاب کوونکو بنديانو په پلوۍ سوله ييز لاريون وکړ.

دغه لاريون د ولايت ودانۍ مخې ته سهار لس بجې پيل شو او شاوخوا يوه بجه پاى ته ورسېد.

لاريون کوونکو له دولته غوښتنه کوله، چې بنديان دې له بد حالته وژغوري او ستونزو ته دې يې پاملرنه وکړي.

د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي محمد داوود پژواک ته وويل، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې د زوى په ګډون د کورنۍ درې غړي بنديان دي او دوسيه يې ځنډېدلې ده.

 هغه وايي، بنديان په ډېر بد حالت کې دي، دوى ډېرې غوښتنې نه لري بلکې غواړي چې يو پلاوى دې حالت له نږدې وګوري او ستونزو ته دې يې پاملرنه وشي.

 د هرات په محبس کې له تېرو نهو ورځو شاوخوا ٢٠٠٠ بنديانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړى چې يو شمېر يې ناروغان هم دي.

دوى غوښتنه کوي، چې ستونزو ته دې پاملرنه وشي او نسبي دوسيې دې پر خپل وخت وڅېړل شي.

د لاريون يوې ګډونوالې سکينې پژواک ته وويل، خاوند يې له تېرو دوو کلونو د جنايي جرم په تور بندي دى، خو دا چې واسطه نه لري نو دوسيه يې په لوى لاس ځنډول کېږي.

هغې زياته کړه، په خورا بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي او له ولسمشر کرزي يې غوښتنه وکړه، چې د هرات د بنديانو غږ واوري.

لاريون کوونکو د ولايتي شورا له غړو سره هم وليدل او د خپلو بنديانو د ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه.

د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي، تېره ورځ يې له بنديانو سره وليدل، چې شاوخوا پنځوس تنو يې خولې تړلې وې او روغتيايي حالت يې ښه نه و.

 د لوېديځ زون د بشري حقونو د کمېسيون سيمه ييز مشر غلام قادر رحيمي وايي، د محبس له منځه څوک معلومات نه لري، ښايي د ناروغانو شمېر زيات وي.

 خو د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د چارو عمومي رييس مل پاسوال دادالله معصومي په مشرۍ يو پلاوی هرات ته راغلى تر څو د بنديانو ستونزو ته حل لاره پيدا کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.