ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: د بهرني تېري له تعريف پرته امنيتي سند د منلو نه دى

author avatar
1 Oct 2013 - 20:33
author avatar
1 Oct 2013 - 20:33

 کابل (پژواک ٩ تله ٩٢): ولسمشر کرزى وايي، که د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوى ونه شي او افغانان مصوونه ونه اوسي، له امریکا سره امنیتي تړون د منلو وړ نه دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ناصرو قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره نن په ارګ کې وکتل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حامد کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د څرنګوالي په اړه د ناصرو قوم مشرانو او مخورو ته معلومات ورکړل.

ولسمشر ويلي: “موږ له امریکایي لوري سره په مذاکراتو کې د بهرني تېري د تعریف په هکله په خبرو بوخت یو؛ دا ځکه چې ممکنه نه ده چې یو هېواد پر افغانستان ښکاره پوځي یرغل وکړي، بلکې لکه اوس به زموږ په جامه کې تروريیستان راولېږي او دلته به پرې خلک ووژني، نو که امریکا دغه ډول تروریستي عمل ته تېری ونه وایي او د هغه پر وړاندې زموږ ملاتړ ونه کړي، نو اډې به یې دلته څه مفهوم ولري؟”

هغه زیاته کړې، بله ډېره مهمه موضوع چې له امریکا سره پرې نتیجې ته نه دي رسیېدلي، د دوی له خوا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د پوځي عملیاتو ترسره کول دي.

حامد کرزى وايي: “امریکا غواړي خپلو نظامي عملیاتو ته دلته د القاعدې او پر هغې پورې له تړلو ډلو سره د جګړې په نامه، ادامه ورکړي، خو موږ دا هم د خپل ملي حاکمیت سره په ټکر کې ګڼو او د دغو عملیاتو په نتیجه کې د ملکي تلفاتو او زموږ د بې ګناه عامو وګړو ځورېدل، موږ ته د منلو وړ نه دي.”

ولسمشر د ناصرو د قوم مشرانو ته ويلي، که د افغانستان د ملي حاکمیت درناوى ونه شي او نقض شي او ولس مصوون نه وي، د افغانستان خلکو او نظام ته احترام ونه شي او د نظام د پیاوړي کېدو مخه همداسې ونیول شي، په هغه صورت کې به نه دا قرارداد مفهوم ولري او نه به یې افغانان قبول کړي او نه به لویې جرګې ته د منلو وړ وي.

نوموړي زياته کړې: “موږ له امریکا غواړو چې که دا قرارداد رانه غواړي، تر ټولو د مخه دې زموږ ملي حاکمیت لکه څنګه چې لازمه ده او د دنیا قوانین یې ایجابوي، محترم وشمېري.”

کرزي په ډاګه کړې، چې دوى افغانستان ته د سولې د راوستلو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو د سولې موضوع په امریکې او پاکستان پورې تړلې ده او د نوموړو هېوادونو رښتينې همکارۍ ته اړتیا لري.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د پردیو له احتیاج څخه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړه او تعلیم دی.

 د هغه په وينا: “زه نن له تاسو سره د افغانستان د یوه ارمان خبره کوم، چې دا آرمان د پردیو له احتیاج څخه د دې خاورې خلاصون دی.”

سرچينه وايي، چې حامدکرزي د ناصرو قوم مشران وهڅول، چې له هر څه وړاندې د خپلو بچیانو زده کړې او تعلیم ته پاملرنه وکړي، ترڅو افغانستان د علم او پوهې د ترلاسه کولو له لارې د نورو له احتیاج څخه خلاصون ومومي.

ولسمشر د ټاکنو پر ترسره کېدو باندې د ټینګار په ترڅ کې ویلي، چې د ټاکنو ترسره کېدل، په افغانستان کې د ثبات متضمن دی، له دې امله دا ملي بهیر باید هرومرو ترسره شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.