ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېتانيا هلمند کې خپلې پوځي اډې له منځه وړي

برېتانيا هلمند کې خپلې پوځي اډې له منځه وړي

author avatar
3 Oct 2013 - 12:33
برېتانيا هلمند کې خپلې پوځي اډې له منځه وړي
author avatar
3 Oct 2013 - 12:33

لښكرګاه (پژواك ۱۱ تله ۹۲): “برېتانيا به تر ۲۰۱۴ كال وروسته پرته له توپيره له افغانستان او په ځانګړې توګه له هلمند سره خپلو هر اړخيزه مرستو ته دوام وركړي.”

دغه څرګندونې په كابل كې د برېتانيې سفير ريچارډ سټاګ پرون مازيدګر (د تلې ١٠مه) په هلمند كې خبريالانو ته وكړې.

سټاګ وويل: ((هېواد يې ژمن دى چې د برېتانوي سرتېرو تر وتلو وروسته هم د افغان ځواكونو روزلو او تجهيزولو په برخه كې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.))

د سفير په وينا، افغان ځواكونو اوس د دې توان پيدا کړى، چې د دولت د مخالفينو د هر ډول بريد او تېري مخه ونيسي.

هغه د بېلګې په توګه د روان لمريز كال په دوبي كې د هغو عملياتو يادونه وکړه، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې افغان ځواکونو د بهرنيو له ملاتړه پرته ترسره کړل او د دولت مخالفينو ته يې په کې دروند زيان واړاوه.

ريچارډ سټاګ زياتوي، اوس مهال افغان ځواکونه په ځانګړې توګه د ملي اردو مورال لوړ شوى او كولى شي، چې د هېواد په هره برخه كې عمليات ترسره کړي او امنيت وساتي.

سفير زياته كړه، هلمند ته يې له سفر څخه موخه دا وه چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد د پروسې اغېزې وګوري او هم د خپلو سرتېرو احوال واخلي.

د انګلستان سفير وايي، په هلمند كې ټول هغه بېسونه او پوځي مرکزونه له منځه وړي او يا به يې له منځه يوسي چې په ساتلو په برخه کې يې پر افغان ځواکونو باور نه لري.

 سفير زياته كړه، تر امنيتي تړون وروسته به دا هم په ډاګه شي چې په څومره شمې برېتانوي سرتېري په افغانستان كې پاته كېږي، خو وايي چې دغه پړېكړه تر ډېره په افغان حكومت پورې اړه لري.

د ده په وينا، د هغو پروژو چې انګلستان يې د پلې کولو ژمنه کړې وه، له دې وروسته به يې د افغانستان د اړوند وزارتونو له لوري پلې کړي او په خپلو مرستو کې به کموالى نه راولي.

 ريچارډ سټګ وويل، په هلمند کې له ٢٠٠٦ کال وروسته ډېر بدلون راغلى، امنيت ټينګ شوى، سړكونه جوړ شوي، پوهنې وده كړې، د روغتيا په برخه کې ډېر کار شوى او دغه راز د افغان سرتېرو په مسلكي كېدو كې پرمختګونه رامنځته شوي دي.

 په تېرو څو کلونو کې د انګلستان شاوخوا ٩٥٠٠ سرتېرې په هلمند کې مېشت و، چې د ايساف په چوکاټ کې يې د امنيتي دندو تر څنګ د بيارغونې په برخه کې هم يو شمېر پروژې پلې کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.