پلخمري (پژواک ١١ تله ٩٢): د شمال ختيځ زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون دفتر په بغلان کې ولايت کې د يوې نجلۍ او هلک وژونکو ته د اعدام سزا د ټاکلو هرکلى کړى او دغه کار يې د تاوتريخوالي او د بشري جنايتونو په برخه کې اغېزناک ګام بللى دى.
دغو دوو کسانو په نهرين ولسوالۍ کې قتل کړى و او تېره ورځ د ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې له خوا پر اعدام محکومت شول.
د نهرين د لومړنۍ محکمې غړي قاضي عبدالمصور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تورنو څخه يو هم نورګل و، چې يوه مياشت وړاندې يې د پلوشې په نوم نجلۍ له کابل څخه تښتولې او په نهرين کې يې وژلې وه.
د هغه دوو نور وروڼو ته هم په جرم کې د ګډون له امله ١٦-١٦ کاله د بند سزا اورول شوې ده.
هغه زياته کړه، يو بل کس هم درې مياشتې وړاندې يو ٢١ کلن ځوان وژلى او خپله تښتېدلى و، چې وروسته د پوليسو له خوا ونيول شو او يادې محکمې پر اعدام محکومت کړ.
په شمال ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د نهرين محکمې دغه پرېکړه ستايلې او وايي، چې د مجرمينو پر وړاندې دې د معافيت له فرهنګ نه کار نه اخيستل کېږي.
د ياد کمېسيون رييس حيات الله اميري پژواک اژانس ته وويل، چې مجرمين دې په زور او واسطه نه خوشي کېږي او د اساسي قانون له مخې دې د خپلو اعمالو پر سزا ورسېږي.
هغه زياته کړه: ((دا ډول محکمې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي کمولو او بشري حقونو د جناياتو برخه کې مثبت اغېز لري.))
د ويلو ده، چې اته مياشتې وړاندې هم اته کسه چې په نهرين ولسوالۍ کې د يوې ځوانې نجلۍ په تښتونه تورن وو، د پلخمري په مرکز کې د پلخمري ښار لومړنۍ محکمې له خوا له ٣ تر ١٤ کلونو پر بند محکوم شول.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن