جلال اباد (پژواک ١١ تله ٩٢): د يوناما د بشري حقونو څانګه وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په ختيځو ولايتونو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ٤٥ سلنه زياتوالى راغلى دى.
په افغانستان کې د يوناما د بشري حقونو څانګه وايي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال ١٥ سلنه ولسي وګړي د افغان ځواکونو او يا هم د دولت پلوه اشخاصو له لوري، ٦٣ سلنه د وسله والو مخالفينو،١٤ سلنه د ناپېژانده کسانو له لوري او ٣ سلنه نور پر سرحدي سيمو د پاکستاني توغول شوو توغنديو له امله وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) د بشري حقونو څانګې مسووله جوجيتا ګاګنون پرون ناوخته په جلال اباد ښار کې د يوې خبرې غونډې پر مهال رسنيو ته وويل، چې په هېواد کې لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى شته او هغه پرمختګ چې په کار و په دې برخه کې نه دى شوى.
نوموړې د جګړې پر ښکېلو خواو غږ وکړ، چې په نښتو کې دې د ولسي وګړو ځورونې ته خيال وکړي تر څو د ولسي وګړو ځورونه او وژنه کمه شي.
د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشره وايي: ((د ٢٠١٣ کال په لومړيو اتو مياشتو کې د ټول هېواد د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ١٨ سلنه برخه په ختيځو ولايتونو کې رامنځته شوې ده.))
د هغې په وينا، په ختيځ کې د وژل شوو له ډلې ٩٥ سلنه يې کوچنيان او ښځې دي.
ګاګنون زياتوي، چې د حکومت وسله وال مخالفين چې د دې په وينا پر ملکي اهدافو قصدي بريدونو ته دوام ورکوي، د ډېرو ملکي تلفاتو د رامنځ ته کېدو لامل شوي دي.
هغې زياته کړه، چې يو شمېر وسله والو مخالفينو د بريدونو تر څنګ د ملکي خلکو په تښتونه او ګواښنه کې هم ونډه اخيستې ده.
د يوناما د بشري حقونو د څانګې مشره زياتوي، چې ډېرى وخت د استوګنې په ځايونو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې رامنځته کېږي چې ملکي وګړو ته يې لوى زيان اوړي.
هغې زياته کړه: ((په ختيځ کې ځمکنۍ ستونزې د ګڼو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.))
ګاګنون دا هم وويل، چې يو شمېر ادارې او نور قضايي ارګانونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو قوانين نه مراعتوي.
د يوناما يادې چارواکې ويلي، داسې يو پړاو ته د رسېدنې لپاره چې د افغانستان ټولې ښځې او نجونې د خونديتوب احساس وکړي، لوى مزلونه پراته دي.
د دوی په وينا، د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د پېښو د راپور نه ورکول او په دې برخه کې د حکومت کمه لېوالتيا د دغه تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې لوی خنډونه دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن