کابل(پژواک ١١ تله ٩٢): “د فکر او عمل جرګه” په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو کې د زياتو کسانو کانديداتوري د ټاکنيز بهير پر وړاندې ستر ګواښ ګڼي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې نن د فکر او عمل جرګې له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
ياده جرګه وايي، د نوماندانو زياتوالى د هېواد د ملي ګټو، ملي يووالي او سياسي لېږد پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
سرچينه زياتوي، ياده جرګه د کانديدانو بې پلوه ارزونه کوي او په یوه داسې ټیم کې به ځان منسجم کړي، چې د افغانستان اساسي قانون ته ژمن، په ملي پروګرام، ملي ټیم باور، افغانیت، اسلامیت او د جرګې ملي غوښتنو ته څرګنده او قانع کوونکي حل لاره ولري.
سرچينه ليکي، د فکر او عمل جرګه اندېښنه لري چې د ګڼو قومونو، ډلو او ګوندونو ترمنځ معاملې به ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي او دويم پړاو ته به يې اوږدې کړي؛ دغه راز به د هېواد سیاسی چاپېریال په داسې حالت بدل کړي چې بیا به ولسواکۍ، ټاکنې، سوله او ولس ته د مراجعې پروسه په خطر کې وغورځوي.
د جرګې وياند محمد حليم فدايي پژواک خبري اژانس ته وويل: (( دغه جرګه د رڼو، عادلانه او سراسري ټاکنو هیله لري او د دولت، اپوزیسیون او کاندیدانو له اړخه له دولتي امکاناتو څخه د خپلو کاندیدانو په ملاتړ ګټه اخیستنه د ولسواکۍ، ټاکنو او عدالت پر زیان بولي.))
د فکر او عمل جرګه وايي، دوى لنډمهاله او اوږدمهاله موخې لري او د مطرحو ملي او متنفذو وګړو، مدني ټولنې، فرهنګي، ولسي او دیني ټولنو جرګه ده چې له ګڼو کاندیدانو، جهادي مشرانو او سیاستوالو سره یې د ټاکنو د باوري کولو، د کاندیدانو د شمېر په راکمولو او د ټاکنو په اړه یې په عامه پوهاوي کې رغنده رول لوبولی دی.
د سرچينې په خبره، ياده جرګه خپلواکه او په هېچا پورې تړاو نه لري او ټولې پرېکړې به یې ډېر ژر د یوې لويې غونډې په ترڅ کې اعلان شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن